۸صبح، هرات: په هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له یو ۲۴ کلن ځوان څخه سر پرې شوی دی.
سرچينې دوشنبه د غويي پر ۱۰مه ٨صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوه ورځې دمخه د انجيل ولسوالۍ په «کوچه نوین» سيمه کې رامنځته شوې ده.
دا کس نثاراحمد نومېده او د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکی و.
تر اوسه د دې ځوان د وژل کېدو لامل او عاملانو په هکله معلومات نشته.
طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بیا په هرات کې د مرموزو وژنو شمېر زیات شوی دی.
دوه ورځې دمخه هم د دغه ولایت په شپږمه ناحیه کې یو ځوان وژل شوی و.