۸صبح، کابل: په دې وروستیو کې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش حضور په هکله اندېښنه وښوده؛ خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا وايي چې داعش ډله په هېواد کې ځپل شوې ده.
مجاهد په یو غږیز کلېپ کې چې چهارشنبه د وري پر ۱۵مه د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیوټلوېزیون له خوا خپور شوی، د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو چارواکي د داعش په ګټه پر تبلیغاتو او د دغې ډلې پر لویښودنې تورن کړل.
ده ټینګار کړی: «داعش یوه پدیده نه ده چې وکړای شي په افغانستان کې ستونزې رامنځته کړي. البته داعش وه، خو اوس ځپل شوې ده.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پنجشنبه د وري پر ۲مه د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې د پنځو طالب چارواکو په ګډون تر ۴۵ ډېر کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول.
داعش ډلې د کابل بانک د ولایتي دفتر مخې ته د برید پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې د دغې ډلې بریدګر د طالبانو د شاوخوا ۱۵۰ غړو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
دې سره جوخت، مسکو ته څېرمه پر کنسرت د داعش خراسان څانګې خونړي برید په نړۍ کې سختې اندېښنې راپارولې دي.
یو شمېر امریکايي قانون جوړوونکو او د ځینو ګاونډیو هېوادونو چارواکو په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په هکله جدي اندېښنه ښودلې ده.
تېره ورځ د امریکا د سولې انسټیټیوټ یو لوړپوړي کارپوه اسفندیار میر ویلي، د داعش خراسان څانګه وغوښتل چې پر مسکو برید سره وښيي څو دا ډله د نړۍ په هر ځای کې د برید کولو وړتیا لري.