ترکیه، د منځني ختیځ د ډیموکراسۍ د یوې ښې بیلګې په توګه په دې اوونۍ کې د ښاروالۍ د ټاکنو شاهده وه. دا چې د دغه هېواد سيمه ييزې ټاکنې هم په نړۍ کې بحثونه راۤپاروي، په منځني ختيځ او په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې د هغې د ځانګړي ځای ښودنه کوي، خو دا خبره هم ډيموکراسۍ ته د هغې د ژمنتيا له امله ده. البته د ترکیې پر ډیموکراسۍ او په ځانګړې توګه د عدالت او پراختیا ګوند د واکمنۍ پر بڼې هم جدي نیوکې شته. په دغه هېواد کې د ښاروالۍ د ټاکنو اهميت که د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په کچه نه وي، نو کم هم نه دی. په نړیوالو رسنیو کې د سیمه ییزو ټاکنو او د نوماندانو د ټاکنیز کمپاین پراخ پوښښ د هغو د اهمیت ښکارندويي کوي. له همدې امله د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هڅه وکړه چې خپل سیالان شاته کړي او د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په څېر میدان وګټي. په داسې حال کې چې د هغه ګوند چې په تېرو دوو ټاکنو کې یې بریا خپله کړې وه، ښایي ښاروالیو ته اړتیا ونه لري، خو بیا یې هم داسې هڅه وکړه چې ته به وايي په واک کې هېڅ برخه نه لري. البته د رجب ګوند هڅې د بریالیتوب لامل خو نه شوې چې نه شوې، بلکې څو ګامه شاته پاتې شو او خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړ او له همدې امله یې ډیری د «سختې ماتې» خبره کوي.
د ټولو ښارونو په منځ کې، استانبول د اردوغان لپاره ډېر اهمیت درلود. د استانبول د اهمیت تړاو د هغه دې خبرې ته نغوته کیږي چې ویلي یې دي: «چا چې استانبول وګاټه ترکیه یې ګټلې ده.» اردوغان په استانبول کې زېږېدلی، په همدې ښار کې لوی شوی، په همدې ښار کې یې سیاست ته مخه کړې، ښاروال، د ګوند مشر، لومړی وزیر او په پای کې ولسمشر شوی دی. اردوغان د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۸ کلونو ترمنځ د استانبول ښاروال و او د دې څوکۍ اهمیت تر بل هر چا ډېر ورته څرګند دی. ادعا کیږي چې د ښاروالۍ په اداره کې خدمت اردوغان ته د ټوپ د تختې په څېر و. له هغې وروسته، نوموړي په ډېرې چټکۍ سره یو یو په بل پسې د واک پوړۍ ووهلې. اوس چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی اکرم امام اوغلو د استانبول د ښاروال په توګه کار کوي، ډیری پر دې باور دي چې هغه به ښایي د ۲۰۲۸کال د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین ته د یوه پیاوړي نوماند په توګه را مخې ته شي او د اردوغان د ګوند واکمنۍ ته به د پای ټکی کېږدي. که امام اوغلو د استانبول ښاروال نه وای، ښايي نوم به یې دومره ډېر نه اخیستل کېده.
د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې هم د استانبول ځای ځانګړی دی. د بهرنیانو له نظره ترکیه د استانبول په نوم پیژندل کیږي. د بهرنیو سیلانیانو اصلي ځای تر ډېره همدا ښار دی. دا ښار د ترکیې تر پلازمینې انقرې هم مهم دی. د راپورونو له مخې استانبول شاوخوا ۱۶ میلیونه نفوس لري، چې کلنۍ بودیجه یې له ۱۰ تر ۱۵ ملیارده ډالرو پورې ده، خو د انقرې څه کم درې ۳ میلیارده ده.
د عدالت او پراختیا ګوند د ۱۹۹۴ کاله د ۲۰۱۹ کال تر جون میاشتې پورې د استانبول ښاروالۍ په انحصاري توګه په خپل واک کې لرله. د انقرې ښاروالۍ هم په دې موده کې د دغه ګوند او د هغه د متحدینو لخوا اداره کېده. خو په ۲۰۱۹ کې پاڼه د اردوغان د ګوند په زیان واوښته او د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند په دواړو مهمو ښارونو کې ټاکنې وګټلې. په هغه کال کې د خلکو ګوند په استازیتوب اکرم امام اوغلو په استانبول کې خپل سیال د عدالت او پراختیا ګوند نوماند بن علي ییلدریم ته ماتې ورکړه. که څه هم امام اوغلو ټاکنې وګټلې، خو واکمن ګوند داسې کار وکړ چې په استانبول کې دویم پړاو ټاکنې ترسره شي. بیاهم امام اوغلو د لومړي پړاو په پرتله په ډېرو رایو سره ګټونکی شو. منصور یاواش چې د خلکو د ګوند په استازیتوب هغه کال د انقرې د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې، دا ځل یې هم خپل مقام ساتلی دی.
په هغو ټاکنو کې چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره شوې، اکرم امام اوغلو په استانبول کې بیا ګټونکی شو او خپل سیال د عدالت او پراختیا ګوند غړي مورات کوروم (په ځینو ځایونو کې مراد کوروم راغلی) ته د ۱۰ سلنې رایو په توپیر ماتې ورکړه. په انقره کې منصور یاواش پر خپله څوکۍ پاتې شو او د اردوغان د ګوند استازي تورګوت التینوک ته یې ماتې ورکړه. د ترکیې په دریم لوی ښار ازمیر کې د خلکو ګوند غړي جمیل توګاي د عدالت او پراختیا ګوند غړي حمزه داغ ته ماته ورکړه. د اردوغان ګوند د ترکیې په څلورمو او پنځمو لویو ښارونو (برسا او انتالیا) هم کې هم ناکام شوی دی. که څه هم د اردوغان ګوند په ۲۰۱۹ کال کې د استانبول او انقرې ښاروالۍ له لاسه ورکړې، خو بیا هم په لومړي ځای کې و، خو دا ځل د ټولټال۴،۳۵ سلنه رایو په ګټلو سره دویم ځای ته راښکته شوی او سیال یې د ۷،۳۷ سلنه رایو په ګټلو سره لومړی ځای خپل کړی دی . په ۲۰۱۹ کال کې د خلکو ګوند ۲۶ سلنه رایې او د عدالت او پراختیا ګوند ۴۳ سلنه رایې خپلې کړې وې.
د خلکو جمهوریت غوښتونکی ګوند چې د خپلو شته څوکیو د ساتلو په لټه کې و، نه یوازې دا چې هغه یې وساتلې، بلکې زیاتې یې هم کړې، خو د اردوغان ګوند چې د خپلو څوکیو د زیاتولو په لټه کې و، نه یوازې دا چې زیاتې یې نه کړې، بلکې له لاسه یې ورکړې. له شلو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د عدالت او پراختیا ګوند دویم ځای ته راښکته کیږي. له همدې امله د هغه د سختې ماتې خبره کیږي. غالب ګومان دا و چې د اردوغان ګوند چې د تېر کال په دوو ټاکنو کې یې بریا خپله کړې وه، دا ځل به په اسانۍ سره ښاروالۍ خپلې کړې، خو پر دې کار بریالی نه شو. دا مسأله لکه څنګه چې اردوغان اعتراف وکړ، هغه کمزورتیاوې او نیمګړتیاوې په ګوته کوي چې که په راتلونکي کې لیرې نه شي، د ترکیې د سیاست په ډګر کې د هغه د ګوند حضور ممکن کم یا یا بیخي له منځه ولاړ شي.
پورتنیو ټکو ته په پام سره دوه پوښتنې مطرح کیږي:
۱- څه وشول چې د رجب ګوند یو ګام شاته راغی؟
لومړی، ډیری پر دې باور دي چې په ترکیه کې ناوړه اقتصادي وضعیت یو مهم عامل مطرح کېدای شي. ترکیه یو صنعتي او پرمختللی هیواد دی او خلک یې تر ډېره د اروپایانو په بڼه ژوند کوي. له همدې امله، د اقتصادي نیمګړتیاوو پر وړاندې ان که لږ هم وي، بې تفاوته نه شي پاتې کېدلای، داسې نه دی لکه په بې وزلو هېوادونو کې چې د انفلاسیون او بې روزګارۍ کچه هر څومره لوړېږي، نو عامه افکار یې بابېزه ګڼي. د ترکیې اقتصاد د څو کلونو راهیسې خپل پخوانی مناسب وضعیت له لاسه ورکړی چې البته ګڼ عوامل لري. اردوغان، چې د اقتصادي تګلارې پر بنسټ یو ځل بیا ولسمشر شو، تر اوسه یې داسې د پام وړ څه نه دي کړي چې تمه یې کېده. د راپورونو له مخې په دې ورځو کې په ترکیه کې د انفلاسیون کچه۷۰ سلنه ده. همدا ډول تر دې وړاندې چې اردوغان په دریم ځل لپاره ولسمشر شي، د یو امریکايي ډالر ارزښت له ۱۹ ترکي لیرو سره برابر و، خو په دې ورځو کې ۳۲ لیرو ته لوړ شوی دی. دا حالت په ترکیه کې د یوې اقتصادي ناروغۍ ښکارندویي کوي چې د اردوغان نسخو یې درملنه نه ده کړې. د عدالت او پراختیا ګوند په تېرو وختونو کې د ترکیې اقتصاد د ناورین او انفلاسیون له تنگو دهلیزونو په خوندي توګه تېر کړی او د پرلپسې بریاوو یو لامل یې هم همدا و. خو اوس چې د بریا عامل د ناکامۍ پر عامل بدلېږي، د تامل وړ خبره ده.
دویم، پر اسرائیلو د حماس برید او د غزې د جګړې اوږدول هم د ترکیې د ښاروالیو پر ټاکنو بې اغېزې نه وو. ترکیه د فلسطین د مسألې په تړاو بې تفاوته نه شي پاتې کېدلای، ځکه چې د اسلامي توب له نظره د فلسطینیانو په خوا کې ده او د ناټو د غړیتوب او د اروپایي ټولنې د یو ځای کېدو د لېوالتیا له اړخه د اسرائیلو خیال هم ساتي. د ترکیې واکمن ګوند ظاهراً د فلسطین د مسألې په تړاو حساس دی او له اسراییلو سره یې درې ځلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې دي. د غزې په جګړه کې اردغان د نورو هېوادونو د واکمنانو په پرتله د حماس ملاتړ وکړ او پر بنیامین نتانیاهو یې سخته نیوکه وکړه او هغه یې د هټلر او موسولیني په څېر کسانو له ډلې وباله. خو د فلسطینیانو ملاتړ یوازې په خبرو او سیاسي تشریفاتو پورې محدود دی. که څه هم له اسرائیلو سره یې سیاسي اړیکي ځنډول شوي، خو سوداګریزې اړیکې یې په ټول قوت سره دوام لري. دا په زړه پورې ده، چې په لنډه موده کې چې دواړو لورو سیاسي اړیکې نه دي لرلي، د سوداګرۍ کچه یې د پخوا په پرتله زیاتوالی ښيي. همدا راز څه موده وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې پکې ادعا شوې وه، چې ترکیې د غزې د جګړې په ترڅ کې پر اسراییلو وسلې پلورلي دي. هغه ادعا چې د انقرې چارواکو رد کړې ده.
په ترکیه کې عامه افکارو ته د اسراییلو او فلسطینانو مسأله مهمه ده. د بېلګې په توګه، د تېر کال د اکټوبر په ۲۸ دغه هېواد د فلسطین په ملاتړ د خلکو د یوې لویې غونډې شاهد و، چې ځینو رسنیو راپور ورکړ چې نږدې یو نیم میلیون کسانو پکې ګډون کړی و. اردوغان په هغې غونډه کې وینا وکړه او نتانیاهو ته یې سخت خبرداری ورکړ. د اسلامي نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې د فلسطین په ملاتړ دومره لویه غونډه نه ده شوې. په عین حال کې دا په ترکیه کې د فلسطین د مسألې اهمیت په ګوته کوي. له همدې امله د فلسطین د شخړې په تړاو د انقرې انفعالي دریځ یا د اردوغان د ګوند دوه ګونې لوبه د عامه افکارو په قانع کولو کې پاتې راغله.
دریم، د ترکیې په سیمه ییزو ټاکنو کې یوه د حیرانتیا خبره دا وه چې د عدالت او پراختیا ګوند له یوه اسلام پالي سیال سره مخامخ شو: د فاتح اربکان په مشرۍ د نوې سوکالۍ ګوند. دا ګوند چې په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شو، ځان د نجم الدین اربکان په مشرۍ د سوکالۍ ګوند میراث داره ګڼي؛ اربکان په ترکیه کې د اسلامي بهیرونو بنسټګر ګڼل کیږي او په ۱۹۹۶ کال کې د یو کال لپاره لومړی وزیر و او څه موده وروسته د پوځ لخوا له واکه ګوښه شو. اردوغان یو وخت د هوساینې ګوند غړی و. د نوي سوکالۍ ګوند په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د اردوغان ملاتړ وکړ. هغه په پارلماني ټاکنو کې هم د اردوغان په ایتلاف کې برخه اخیستې وه او له دغه ادرسه یې پنځه څوکۍ وګټلې. خو د ښاروالۍ په ټاکنو کې یې د اردوغان غوښتنې ته ځواب ونه وایه او اعلان یې وکړ چې د استانبول، انقرې او ازمیر په ښارونو کې به خپلواک نوماند معرفي کړي، چې همداسې یې وکړل.
مهم ټکی دا دی چې د نوې سوکالۍ ګوند د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ۶ سلنه رایو په ګټلو سره دریم ځای خپل کړ، د رجب له ګونده یو ګام شاته. دا د ډېرو لپاره د حیرانتیا وړ ده. هغو کسان چې د اردوغان د ګوند ملاتړي ګڼل کېږي، د دغه ګوند په صندوق کې خپلې رایې اچولې دي. د نوې سوکالۍ ګوند هم اسلامپالی دی او د اردوغان د ګوند په پرتله په ځانګړې توګه د فلسطین په مسأله کې یو څه تند عمل کوي. د نوې سوکالۍ ګوند د اسراییلو پر وړاندې د اردوغان د چلند یو له سختو منتقدینو دی او په مکرر ډول یې هغه د عمل په نه کولو تورن کړی دی. دغه ګوند په ځلونو له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګرۍ پر پراختیا نیوکه کړې او دې مسألې ته یې د اسلامپالو افکارو پام راګرځولی دی. دغه راز د نوې سوکالۍ ګوند له بې وزلو، کلیوالو او تر ډېره محافظه کاره مذهبي طبقې سره ګرمې اړېکې لري، چې بریا یې هم تر یوه بریده د همدې اړیکو پایله ده. فاتح اربکان چې تر پرون پورې یې د اردوغان ملاتړ کاوه، اوس ښايي په خپلواکه توګه ګام پورته کړي. له همدې امله ادعا کیږي چې دا ځوان ګوند ښايي د ترکیې په سیاسي راتلونکي کې د اردوغان د ګوند د بدیل په توګه راڅرګند شي. البته، د وخت په تېرېدو سره به د دې خبرې څرنګوالی ثابت شي.
۲- د عدالت او پراختیا ګوند میدان پرېږدي؟
څرنګه چې د دغه ګوند ماتې د تمې خلاف وه، ډیری پر دې باور دي چې نور به لومړی ځای خپل نه کړي، په ځانګړې توګه دا چې اردوغان نه شي کولای راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته خان نوماند کړي . خو خبره دومره ساده نه ده. اردوغان میدان ته راووت او خپله ماتې یې ومنله او هغه یې ډاګیزه کړه، خو په عین حال کې یې اعلان وکړ: «که موږ تېروتنه کړې وي، په راتلونکو کلونو کې یې اصلاح کوو، که موږ کوم څه کم لرو، نو بشپړ به یې کړو.» دا څرګندونې ښيي، چې د عدالت او پراختیا ګوند د نیمګړتیاوو د لېرې کولو په لټه کې دی، نه دا چې په بشپړه توګه سیالې ډلې ته میدان پریږدي. دا ګوند به تر څلورو نورو کلونو پورې د ترکیې واکمن وي او ښايي نوې رابرسېره شوې نیمګړتیاوې حل کړي او په راتلونکې کې هم په میدان کې پاتې شي.