۸صبح، کابل: په افغانستان کې د امریکا پراختیايي ماموریت (USAID) مدیر جوئل سندفور ویلي چې شری ساري ناروغي ده او په دغه هېواد کې یې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۹ کسان مړه کړي دي.
سندفور دوشنبه د غويي پر ۲۴مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې په کابل کې د امریکا پراختیايي ادارې په ملاتړ له یو کلنۍ ښکته څه باندې ۱۸۷ زره ماشومان واکسین شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د ټولو ساري ناروغیو لکه شري پر وړاندې واکسین کولو سره د خپل ماشوم ژوند وژغورئ.»
پروسږکال یوازې د بدخشان په ولایتي روغتون کې د شري ناروغۍ نهه زره او ۷۷۸ مثبتې پېښې ثبتې شوې وې چې له ډلې یې ۲۱ ماشومان مړه شوي و.
روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و چې په هېواد کې تېرې څو میاشتې د شري او اسهال په ګډون پر ساري ناروغيو د اخته کسانو شمېر پام وړ زيات شوى دى.
د يادونې ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو او پرسونل د کمښت په ګډون روغتيايي سکټور له جدي ننګونو سره مخ شوى دى.
د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې مرستندویه بنسټونه ونه شي کړای په سمه توګه خلکو ته روغتیايي چوپړونه وړاندې کړي.