۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې ټولشمولي، بشري حقونه او په ټولنه کې د ښځو بشپړه ونډه له پامه نه شي غورځېدای او یا دې له لومړیتوبونو وویستل شي.
اميري دا څرګندونې سېشنبه، د کب پر ۱۵مه په خپلې اېکس پاڼې کې ليکلي دي.
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د لا زیاتې اقتصادي بې ثباتۍ، افراطیت او د جګړې دوام د مخنیوي لپاره بشري حقونه او په ټولنه کې د ښځو بشپړه ونډه اړینه ده.
د ویلو ده چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ وروسته دې ډلې پر ښځو او نجونو سخت بنديزونه لګولي دي.
افغان مېرمنې اوسمهال د زدهکړو، کار او د تګراتګ له ازادۍ څخه بې برخې دي.
په تېرو دوو کلونو کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنو سخت نړۍوال غبرګونونه او نیوکې راپارولي؛ خو یادې ډلې دغو غبرګونونو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.