۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر، د وزیرانو شورا له مرستیال او د ترکمنستان د نفتو او ګازو، صنعت او سوداګرۍ او اورګاډي پټلۍ ادارو له مسوولانو سره لیدلي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا لیدنه سېشنبې د کب پر۱۵مه په عشقاباد کې شوې ده.
د دغه وزارت په خبره، په دې لیدنو کې د «اقتصادي اړیکو پر پراختیا، ټرانزیټ، د لاجورد لارې او د سوداګرۍ د ودې لپاره د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو څخه د کارونې» په هکله خبرې شوې دي.
طالبانو د دغه سفر موخه د «افغان – ترکمن د سوداګریزو اړیکو تواصل» د لومړي کنفرانس پرانېستل او د ګډ نندارتون جوړول بللي دي.
که څه هم ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو له یادې ډلې سره نږدې اړیکې لري.
د ترکمنستان، روسیې، چین او ایران په ګډون د سیمې هېوادونو تل له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی دی.