۸صبح، کابل: ایرانیو رسنیو راپور ورکړی، چې یو افغان د مېټرو په تمځای کې ځان وژلی دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د لړم پر دېرشمه د تهران په «امام خمیني» مېترو کې رامنځته شوې ده.
د دغو راپورونو له مخې نوموړي په ناڅاپي توګه مېترو ته ټوپ اچولی دی.
ایراني پولیسو ویلي، چې نوموړی افغان و او اروايي ناروغي یې لرله.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو وروسته زرګونه کسان له ډېرو ستونزو ګاللو سره ایران تللي او هلته له جدي ننګونو سره مخ دي.