د نورو نظرونه

له طالبانو سره د امریکا حکومت تعامل د بشري حقونو سرغړونو ته زور ورکوي

طالبان او امریکا؛ په اړیکو کې بندون او پر ناکامۍ اعتراف

د دوحې هوکړه لیک څلور کاله وړاندې لاسلیک شو؛ هغه هوکړه لیک چې ډېری یې د نوم اورېدل هم نه خوښوي، ځکه چې د مخکیني حکومت د ړنګیدو او واک ته د طالبانو د راتګ لامل ګڼل کیږي. بې له شکه که د هوکړه لیک مادې لکه څنګه چې امریکا او د افغانستان مخکیني حکومت تمه لرله، عملي شوې وای،...

له القاعدې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ کیسه

له القاعدې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ کیسه

په دې ورځو کې له القاعدې د ایران د ملاتړ خبرونه یو ځل بیا ګرم شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوال تعامل د مرکز رییس جیمز روبین څو ورځې وړاندې لندن ته د خپل سفر پر مهال په یوه غونډه کې ګډون وکړ او ادعا یې وکړه چې د ایران اسلامی جمهوریت د القاعدې مشرانو...

د اعدام نندارې ته د نه ویلو اړتیا

د اعدام نندارې ته د نه ویلو اړتیا

په دې ورځو کې طالبان د اعدامونو ننداره په ډیر شدت سره ترسره کوي چې د دغې ډلې د ځپنې د تګلارې یوه مهمه برخه ګڼل کیږي. په دې لړ کې یو له هغو مواردو چې باید له پامه ونه غورځول شي، د دې جاهلانه او بدوي نندارې لیدلو ته د خلکو ډېره لېوالتیا ده. ولې خلک د یوې ترهګرې...

د دوحې غونډه او د افغانستان د کړکېچ تعقیبول

د غونډو جوړېدل او د طالبانو مخالفت

د مخکیني حکومت په نسکورېدو او د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان په تړاو د نړیوالو غونډو د جوړېدو بهیر چټک شوی دی. د دغو غونډو د جوړېدو موخه له طالبانو سره د ښه تعامل هڅه ده. که نړۍ له طالبانو سره پر تعامل تمرکز نه لرلای، نو خپلې ټولې هڅې به یې د داسې غونډو پر جوړولو نه...

د ښاغلي ولسمشر هیلې

زه بدبین کسان نه خوښوم، خو کله ناکله د هغوی په تړاو له داسې مسایلو سره مخ کیږي چې فکر کولو ته مې اړ باسي. یوه ډیپلومات راته وویل چې هغه د اروپا او په ټوله کې د نړۍ راتلونکي ته خوشبین نه دی. هغه زیاته کړه چې په اوکراین کې د بري لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین...

د پوځ او مدرسې جګړه

د پاکستان دیني مدرسو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان له کړکېچ سره مخ کړ. دغو مدرسو او زده کوونکو یې په هغو  فتواګانو سره چې صادرې یې کړې او په هغو مفتیانو سره چې ویې روزل، د افغان ولس د ارمانونو او د یوې ولسواکې، انساني او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره د هغوی د هلو ځلو پر ضد...

د دوحې غونډه او د افغانستان د کړکېچ تعقیبول

د افغانستان د مسألې پر سر د سیمې او لوېدیځ تقابل

د دوحې غونډې چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ملګرو ملتونو په محوریت د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه، کومه د پاموړ او مشخصه پایله ورنه کړه، خو یو مهم ټکی یې روښانه کړ: د افغانستان د  مسألې په تړاو د سیمې او لوېدیځو قدرتونو د ګټو ټکر. که څه هم دا مسأله پخوا...

پر علم او ازادۍ د جهل او جمود واک

د نړۍ زیاتره هېوادونه د جهل او جمود له هغې دورې تېر شوي دي چې ترقي، علم، ازادي، پرمختګ او مدنیت ته د بشر لاره پرې پرته ده. د اسلامي هېوادونو له جملې هم ځينو هېوادونو په بریا دغه مرحله تېره کړه او نن د ترقۍ، مدنیت، علم او ټیکنالوجۍ  په میدان کې له نورو هېوادونو سره اوږه په اوږه...

د وحشت ننداره؛ کوم کسان قرباني کیږي؟

د وحشت ننداره؛ کوم کسان قرباني کیږي؟

په دې ورځو کې طالبان هغه څه چې دوی یې « اسلامي شریعت» ګڼي، تر پخوا په شدت سره پر خلکو پلي کوي. په غزني کې په عام محضر کې د دوو کسانو اعدامېدل وروستۍ مورد دی چې په نړیواله کچه یې هم غبرګونونه راپارولي دي. طالبانو پخوا هم دا کار کړی او له همدې امله هغه څه چې په...

د پاکستان په ټاکنو کې درغلۍ او د دوو سناریوګانو احتمال؛ بېړنی وضعیت یا پوځي حکومت

د پاکستان ناڅرګند سیاسي راتلونکی

د پاکستان په څپڅپانده تاریخ کې هېڅکله هم  وضعیت دومره کړکېچن نه و لکه اوس چې دی. شنونکي پر دې باور دي چې دغه هېواد د خپل لوی نفوس او اټومي ځواک په لرلو سره له خورا کړکېچن وضعیت سره مخ دی. اوسنی وضعیت له اور او ترهګرۍ سره د پاکستان د واکمنانو د لوبې پایله ده، چې بالاخره یې...