جمهوریت (په فلسفي او ټولنیزه معنا) یعني دا چې؛ افغانستان- په څه فکر و باور، چې دی، خوندي به وي؛
یعني افغان ملت- څرنګه چې دی، او څرنګه چې غواړي وي- د سوله ییز او امن ژوند، برخه به یې نصیب وي؛
او داسې به یوه یوه کورنۍ جونګړه، او بیا په تېره ددې دېرش- څلوېښت مېلیونه وګړو- د یوه یوه- سر، فکر او مال به خوندي وي!
کوم ښکر او کاږه ښاخونه، یا بریتونه یا ږیرې او هر راز ککړتیاوې- چې موږ یې دا اوس پخپله سیاسي جغرافیا شاهدان یاستو، دا له جمهوریته مه ګڼئ، دا ټولې ککړتیاوې، ناولتیاوې، کږې کړنې، ناوړه چلندونه، او خوسا عملونه، د هغو نفسي څلوربولو، د ارادې او عمل، شنه محصولات دي، چې د جمهوریت تاج یې پر سر تړلی او د هېواد او خلکو په غوښو، بېحسابه بېزنسونه کوي!
د ولس پر وجود، ذهن، عاطفه او روان، دا نیمه پېړۍ بار (کورجنګ)، ورسره په خوا کې موروثي، عادتي ناروغه او بیا ټیټه ولسي پوهه، او هغې رامنځته کړی واکمن ذهني معلولیت، او سربېر پر هغو، پر ذهن و روان د انبار خوارځواکۍ، بېروزګارۍ تیارې، کله ناکله ددې لامل شي، چې (ناچار ولس!) دا اواز اوچت کړي: سوله؛ ولو که په هره بیعه وي!!
چا وېل: موږ قبرستاني سوله غواړو! رښتیا ده؛ په مړستان کې، بشپړه سوله برقراره ده!!
خو موږ ژوندي یو! او چې غټه ونه وایم، ښایي تر نورو لا ډېر ژوندي یو. موږ ژوند غواړو- او لا ښه ژوند غواړو!
موږ آزادي او د خپلې ازادۍ خوندیتوب غواړو، خو دا خوندیتوب، چې د (وګړي) لپاره نه وي، بیا نو داسې شوه؛ لکه کاڼي چې د غره پر ډډو ویده پراته وي؛ او خدای خبر د کوم ټبر او تمدن سنګتراشان، د خپلو ذوقونو مجسمې ترې تراشي؛
بیا نو داسې شوه، لکه کور- کلی او د دنیا لوی وطن چې ولرې؛ خو خپل فکر، انتخاب دریځ او خپلې خوښې عمل چې ونلرې!
ښایي زموږ یوه تاریخي ورکه، د وګړي (فرد) نه خوندیتوب او نه آزادي وي!
ښایي د جګړې، شخړې او بحران، دا (کوروطن)، اصلا د وګړي په ازادۍ پسې لیونی وي!!
ښایي د قومي، ژبنیو، سیمه ییزو او توکمیزو- پټو او ښکاره، نارضایتونو بنسټیز لامل، د (وګړي) نه خوندیتوب او نه آزادي وي!!!
خو که جمهوریت نه وي، څه ډول حکومتي چوکاټ به، ددې خواږه وطن، یوه یوه بچي ته د خپل فکر، آزادۍ، شخصیت او ګټو ځلېدلو ته بستر رامنځته کړي!!!
ددې مات و ګوډ جمهوریت لویه لاسته راوړنه، د یوه یوه افغان انسان د چیغې پورته کېدل دي؛ چې تاریخ کې یې بېلګه نه ده لیدل شوې!
جمهوریت، د دېرش مېلیونه فکرونو، باورنو رنګین ارکستر دی؛ نو بدیل یې نشته!