۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ناچاوده راکټ مرمۍ چاودنې څلور ماشومان مړه کړي.
په فاریاب کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي وايي چې دا پېښه یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه د پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند په «دهندرې» کلي کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په مړو شویو کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ او درې هلکان دي.
په افغانستان کې له تېرو جګړو ناچاوده پاتې شونو له دې وړاندې هم د دغه هېواد اوسېدونکو په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده.
له دې وړاندې هم د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د ناچاوده راکټ مرمۍ په چاودنه کې درې ماشومان مړه شوي وو.