د پخواني حکومت د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په دې وروستیو کې د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې او له نورو سیاستوالو یې غوښتي چې ده ته ورته کار وکړي:«پښتانه سیاسي مخکښان باید ودرېږي او له هزاره، نورستاني او پشه یي خلکو بښنه وغواړي. [ځکه] ونه توانیدل چې داسې فورمول وړاندې کړي چې افغانستان د ملت جوړونې پر لور بوځي. په دویم پړاو کې تاجیک مشران او مخکښان باید ودریږي او بښنه وغواړي، ځکه همدا دواړه طبقې د واک په سر کې وې.» د ښاغلي نبیل په وینا، د سیاستوالو «تېروتنې» د دې لامل شوې چې ونه کړای شو «راتلونکي نسل ته یو ښه هیواد وسپارو.»
د ښاغلي نبیل د کار نفس او په ټوله کې له نورو افغان سیاستوالو د هغه غوښتنه د ستاینې وړ ده او باید هرکلی یې وشي؛ البته، که په ریاکارانه او د خلکو د غولونې په بڼه نه وي او تر ټولو مهمه دا چې یوازې پر بښنې بسنه ونه شي او نور جدي ګامونه پورته شي. خو له دې امله چې بښنه غوښتل او د تېروتنو منل د افغانستان په سیاست کې دود شوې او معموله خبره نه ده، نو د دې هیله کمه ده چې د هېواد سیاستوال به د دې غوښتنې هرکلی وکړي، ځکه چې د افغانستان په سیاسي کلتور کې بښنه غوښتل یو ناوړه عمل دی.
هم له دې امله چې سیاستوال د سپکاوي احساس کوي او هم له دې امله چې په واقعیت کې خپلې کړنې له پوښتنې سره مخ کوي، هغه کړنې چې د دوی په باور ډېر عیب نه لري او د نیوکې وړ نه دي او خلک باید د نیوکې پرځای هغه ښه په توګه یادې کړي! سیاستوال پر دې باور دي چې هغه څه چې دوی کړي دي، له ناچارۍ یې کړي او د توجیه وړ دي. هغوی نه یوازې دا چې خپلې تېروتنې نه مني، بلکې پر نورو د پړې په اچولو سره – چې د افغان سیاستوالو په منځ کې یوه معموله لاره چاره ده – د هرې ملامتۍ مسوولیت د بهرنیو حکومتونو او سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو پر غاړه اچوي، یعنې چې هر څوک تېروتنه کوي، خو افغان سیاستوال نه! نو موږ په یوه بشپړ کړکېچن وضعیت کې ژوند کوو او هرڅه له بیخ او بنیاده وران شوي دي. په افغانستان کې سیاست په بشپړه توګه له اخلاقو بې برخې دی او یوازې ډېرې کمې پېښې لیدل کېږي، چې اصلاً د سیاستوالو تر منځ د خیانت او اداري فساد بنسټيزې شوې لوړې کچې ته په پام سره کله ناکله هېڅ نه لیدل کیږي او که لږ پام هم ورته وشي، له شک ډک او مشکوک دی: هسې نه چې د دغه سیاستوال په بوټانو کې شګه وي او هڅه کوي چې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یو ځل بیا هغوی وغولوي او … په داسې حالت کې که زموږ ګران سیاستوال ان که صادقانه نیت هم ولري، لږ څوک به پرې باور وکړي. دا د عادي خلکو چلند دی، د ډېرو عادي. موږ دومره خیانت، فساد او د خلکو غولول لیدلي دي – هغه څه چې سیاستوالو پکې په لوړه کچه لاس درلود چې په سختۍ سره د یوچا په ځانګړې توګه د یوه سیاستوال پر خبرو حساب کولای شو. نو طبعي خبره ده چې د هر عمل او نظر په اړه شک کوو او په اسانۍ یې نه منو. په بله وینا، د افغانستان د سیاست واقعیت ته په کتو سره، له سیاستوالو د ښاغلی نبیل دا غوښتنه ډېره عملي نه ښکاری او له دې پلوه، تصور نه کیږی چې د پاموړ دې وګرځي.
که موږ قضيې ته له يوې بلې زاويې وګورو، د نبيل له خوا د پښتنو او تاجیک سياستوالو د بښنې غوښتنه ښايي ګمراه کوونکي وي. هغه څه چې په افغانستان کې سیاستوالو که هغه پښتانه دي تاجيک دي یا هزاره او که ازبيک دي، کړي له یوې « تېروتنې» اخوا دي. هغوی په واقعیت کې یو جرم او خیانت کړی، نه یوازې یوه تېروتنه. د ښاغلي نبیل دا غوښتنه د سیاست د سوداګرو خاینانه کار د تېروتنې کچې ته راټيټوي، چې له تښتېدلو سیاستوالو ملاتړ بلل کېدای شي، که څه هم چې د هغه د دې غوښتنې تر شا ښه نیت وي.
په ورته وخت کې د ښاغلي نبیل غوښتنه دا ده چې په لږو قناعت وکړو او داسې غوښتنې مطرح نه کړو چې تل د هغوی رسمي او هژمونیک سیاست غیر واقعبینانه ګني. دا تګلاره موږ ته وايي چې پر هغه ناڅېزه شیانو چې لرو یې قناعت وکړو او له لویو تمو لاس واخلو. زما په باور له هغو سیاستوالو چې په څه باندې شلو کلونو کې یې یوازینی کار فساد، اختلاس، د جیبونو ډکول، ځانغوښتنه، قومبازي او ډلبازي وه او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره له فرصتونو پر استفادې پوهېدل، د خلکو یوازې دا غوښتنه چې بښنه دې وغواړي، په دې دلیل مطرح کیږي، چې له سیاستوالو د خلکو د تمو کچه ډېره ټيټه ده.
تر دې دمه د افغانستان هېڅ یوه مطرح او مشهور سیاستوال په ښکاره او پرېکنده توګه د هغه څه له امله چې پر هېواد یې راوستي دي، بښنه نه ده غوښتې، نه یوازې دا چې بښنه یې نه ده غوښتې، بلکې د خپلو خیانتونو د توجیه کولو او د ځان د سپیناوي هڅه یې کړې ده. په همدې دلیل موږ هیله من یو چې که د افغانستان سیاستوال د ولس پر وړاندې د کړو خیانتونو د منلو وجدان نه لري، لږ تر لږه دې راشئ او له ولسه دې که په ظاهري او عوام غولوونکي توګه هم وي، بښنه وغواړي. دا ډول بښنه هېڅ درد نه دوا کوي، ځکه له یوې خوا دا ستونزمنه ده چې دا تشخیص کړو چې د سیاستوالو بښنه رښیتنې ده او که جعلي، او له بلې خوا لکه څنګه چې مې مخکې هم وویل، بښنه یوه پټه تګلاره ده او د جرم کچه له خیانت او جنایته تېروتنې ته راټيټوي.
موږ باید د سیاست د ارتجاعي ریالیزم پر وړاندې ودریږو او د ناممکنو غوښتنه وکړو. موږ باید د جرم، خیانت او فساد بیه دومره لوړه کړو چې سیاستوال د خلکو له باوره د ګټې اخیستنې جرئت ونه کړي. فاسد او خاین سیاستوال باید د ريښتینې بښنې په غوښتلو سره د فساد، خود خواهۍ او د خلکو له برخلیک سره د لوبې کولو بیه هم پرې کړي. هغوی باید یوې معتبرې ملي یا نړیوالې محکمې ته حاضر شي او د خیانت او فساد جدي تورونو ته ځواب ووايي او که پر دې ونه توانېږي چې ځانونو ته برائت ورکړي، د خپل ژوند پاتې موده دې د زندان د تمبو شاته تېره کړي. دا کار په واقعیت کې په ټولنه کې سیاسي اخلاق پیاوړي کوي او خلکو ته د سیاستوالو د حساب ورکولو کچه لوړوي. کله چې په ټولنه کې د ځواب ویلو اصل بنسټیز شي، نور داسې لږ سیاستوال موندل کېدای شي چې په اسانۍ سره په خیانت او فساد لاس پورې کړي.