د پاکستان د پیپلز ګوند مشر اصفعلي زرداري د دویم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه غوره شوی دی.
اسوشیټيدپرس شنبه د مارچ پر ۹مه راپور ورکړی چې زرداري د دغه هېواد په ملي اسمبلۍ او ایالتي اسمبلیو کې خپل سیال محمودخان اڅکزي ته چې د تحریک انصاف ګوند ملاتړ یې له ځان سره لاره، په ماتې ورکولو د پاکستان څوارلسم ولسمشر ټاکل شوی دی.
نوموړي د استازو له دغو درېیو مجلسونو څخه ۴۱۱ رایې ګټلې او سیال یې محمودخان اڅکزي بیا ۱۸۱ ګټلې دي.
زرداري له دې وړاندې هم د ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ کال پورې د پاکستان ولسمشر و. نوموړی د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو خاوند دی.
په پاکستان کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره نوماندان باید د دغه هېواد د څلورو ایالتونو له صوبايي اسمبلۍ، ملي اسمبلۍ او مشرانو جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړي.
له دې وړاندې پاکستان کې لومړی وزیر شهباز شریف هم تېره اونۍ د دویم ځل لپاره د دغه هېواد لومړی وزیر وټاکل شو.