د پاکستان پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په بلوچستان کې د نامعلومو وسلهوالو په ډزو کې اووه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور په حواله، دا پېښه پنجشنبه د مې پر ۹مه د «ګوادر» په بندر سیمه کې شوې ده.
د پولیسو په وینا، وژل شویو کسانو د سلماني کار کاوه او د خوب په بستر کې پرې ډزې شوې دي.
وژل شوي کسان د پنجاب ایالت اوسېدونکي و.
پاکستاني پولیسو ویلي چې څېړنې یې پېل کړي او د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.
تر دې دمه د دې پېښې مسوولیت چا منلی نه دی.
په دې وروستيو مياشتو کې په بلوچستان کې د کارګرانو په ګډون پر ملکي وګړو څو بريدونه شوي چې ډېری يې د پنجاب له ښارونو سره تړاو لري.
له دې وړاندې د اپریل پر ۱۳مه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې ناڅرګندو کسانو د پنجاب ایالت ۱۱ اوسېدونکي وژلي و او پنځه نور یې ټپيان کړي و.
تېر کال د جنورۍ پر ۲مه هم په شمالي وزیرستان کې د شپږو سینګارونکو مړي موندل شوي و.