د ۲۰۲۳ کرېکټ نړۍوال جام پای لوبه نن شپه، د نوامبر ۱۹مه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه چې اسټرالیا د ټاس په ګټلو هندۍ لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د اسټرالیا پر وړاندې د هندي لوبډلې پيل زړور و، خو د پيل توپ وهونکی شبمن ګیل يې دا ځل د پخوا په څېر ونه ځلېده او یوازې د ۴ منډو په جوړولو وسوځېد او له لوبغالي بهر شو.
لوبډلمشر روهیت شرما ښه لوبه وکړه چې پر ۳۱ توپونو يې ۴۷ منډې وکړې، تر ده وروسته ویرات کوهلي او راهول ملګرتیا سره وکړه، کوهلي د ۵۴ منډو په کولو سره وسوځېد او راهول بیا د ۱۰۷ توپونو په لوبولو سره یوازې ۶۶ منډې جوړې کړې.
وروسته سوریا کمار یادوف ۱۸ منډې، جدیجه ۹ ، محمد شامي ۶، شریاس ۴ ، بومرا یوه، کلدیپ ۱۰ او سراج ۹ منډې وکړې. په دې توګه يې د هندوستانۍ لوبډلې ټول ټال منډې ۲۴۰ ته ورسولې چې مقابلې لوبډلې ته يې د ۲۴۱ منډو هدف ور کړ.
د اسټرالیا له خوا مچل سټارک ۳ لوبغاړي وسوځول، جوش هزل ووډ او کمنز دوه دوه کسان وسوځول، ایډم زمپا او میکسویل یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د هندي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اسټرالیا پيل ښه نه و، پر ۴۷ مجموعي منډو يې درې کسان سوځېدلي وو. تر دې وروسته لبوشین او ټریوس هيډ ښه ملګرتیا سره وکړه، د احمداباد په ستر لوبغالي کې يې د هندوستاني لوبډلې په لسګونو زره نندارچیان خاموش کړل. دوی دواړو د ۱۹۲ منډو ملګرتیا سره وکړه او په دې سره يې خپله لوبډله بریا ته نژدې او د هندي لوبډلې پر هیلو يې خاورې واړولې.
ټریوس هیډ د ۱۳۷ منډو په جوړولو وسوځېد او لبوشین ۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، میکسویل په یوه توپ باندې دوې منډې وکړې او نړۍوال جام يې د اسټرالیايي لوبډلې په نوم کړ.
هېره دې نه وي چې هندوستاني لوبډلې تر دې وړاندې هيڅ لوبه نه وه بایللې، یعنې خپلې تېرې لس لوبي يې ټولې ګټلې وې، خو په پایلوبه کې يې بخت ښه نه و. تر دې وړاندې هند اسټرالیا ته ډېره بده ماتې ور کړې وه او اسټرالیا په خپلو تېرو لوبو کې یوه بله لوبه پر جنوبي افریقا هم بایللې وه چې له دې دواړو لوبډلو څخه يې خپل غچ واخیست. د جنوبي افریقا لوبډلې ته يې په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه او د کوربه هند لوبډله يې پایلوبه کې ماتې کړه.
د دغه نړۍوال جام په تر لاسه کولو سره اسټرالیا شپږم وار د دې جام ګټونکې شوه، لومړی وار يې په ۱۹۸۷ م، بیا يې په ۱۹۹۹م، درېيم وار يې په ۲۰۰۳م، څلورم وار يې په ۲۰۰۷ م، پنځم وار يې په ۲۰۱۵م او شپږم وار يې نن په ۲۰۲۳ م کې په خپل په نوم کړ.
د دې جام لپاره د کرېکټ نړۍ والې شورا لس میلیونه مجموعي رقم اعلان کړی و، چې ګټونکې لوبډلې ته به ۴۰ لکه ډالر ور کول کېږي، د پایلوبې بایلونکې لوبډلې ته به ۲۰ لکه ور کول کېږي.