د هېواد په سویل کې پروت کندهار هغه ولايت دی چې په تېرو دوو لسيزو کې یې صنعتي برخې پراخه وده کړې وه او د دغه ولایت په صنعي پارک کې سلګونه فابریکو فعالیت کاوه.
د یاد ولايت صنعتکاران وايي چې د بېلابېلو ستونزو له کبله په صنعتي پارک کې سلګونه فابريکي سقوط شوي او د پاتې فابريکو د سقوط کېدو وېره هم شته ده.
د کندهار د صنعتي فابريکو مسوولانو په وينا، د طالبانو له خوا لوړ ماليات، د برېښنا نشتوالی، له ګاونډيو هېوادونو سره د طالبانو د سياسي ستونزو له امله تړلې لارې او خامو موادو ته نه لاسرسۍ د دې لامل شوي چې په دغه ولایت کې زیات شمېر فابريکې سقوط وکړي.
په کندهار کې د پلاستيکي پايپ جوړونې د يوې فابريکي مسوول چې د امنيتي ستونزو له کبله نه غواړي نوم يې په راپور کې ذکر شي ۸صبح ته وويل چې تر ۵۰ سلنه زیاتې صنعتي فابريکي په تېرو درېیو کلونو کې سقوط شوي دي.
هغه وايي چې د جمهوریت پرمهال په کندهار کې ۳۵۰ صنعتي فابريکو فعایت کاوه چې دا مهال ۱۸۰ فابریکې سقوط شوي دي. د ده په خبره، د کندهار په صنعتي پارک کې د پاتې ۱۷۰ فعاله فابريکو څخه هم ډېرې په نيمايي ډول فعاليت درسره کوي.
نوموړی زیاتوي: «په کندهار کې زمونږ څو کارخونې دي چې کولای شي تر يوې کچې د خلکو ستونزې هواري کړي، د نورو ستونزو ترڅنګ زموږ اساسي ستونزه چې باید حل شي هغه د بريښنا ده، موږ ته باید د پخوا په شان ۲۴ ساعته برېښنا برابره شي.»
په ورته وخت کې د کندهار د يو شمېر نورو صنعتي فابريکو مسوولان هم د شته ستونزو په يادولو سره وايي چې په دغه ولايت کې د فابريکو د سقوط ډېر لوی لامل د برېښنا نشتوالی، له فابريکو څخه د طالبانو لوړ ماليات اخيستل او د خامو موادو نشتوالی دی. دوی وايي، که طالبان یې شته ستونزو ته پاملرنه ونه کړي نږدې ده چې پاتې فابريکي هم سقوط شي.
د يوې بلې صنعتي فابريکې مسوول ۸صبح ته وويل: « که دلته برېښنا نه وي او زمونږ ستونزو ته رسیدګي ونه شي، نو لیرې نه ده چې ټولې فابریکې سقوط شي.»
ورته مهال، د کندهار ولايت يو شمېر سوداګر وايي، که د دوی لپاره د صنعت په برخه کې شته ستونزې حل شي، چمتو دي چې په هېواد کې پانګونه وکړي؛ خو په خبره يې چې سقوط شویو فابريکو ته په کتو نه غواړي په کندهار کې پانګونه وکړي.
د کندهار يوه سوداګر ۸صبح ته وويل چې د صنعت په برخه کې د طالبانو نه پاملرنه د دې لامل کرځي چې ډيری سوداګر خپله پانګونه په بهرنيو هېوادونو کې وکړي.
نوموړی وويل:«موږ ته چې څومره معلومات شته په کندهار ولايت کې زیات شمېر غټ غټ سوداګر شته چې فابريکې جوړې کړي، خو ستونزه دغه ده چې دلته که پانګونه هم وکړئ، ګټه نه کوي، ځکه همدا اوس تر نيمايي زياتې فابريکې بندې شوي، نو زموږ پانګونه دلته ګټه نه کوي، ډير سوداګر په دې فکر کې دي چې خپله شتمني په بهر کې مصرف کړي.»
د کندهار د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولان وايي چې اوس مهال په دغه ولايت کې د اوسپنې ويلي کولو، پنبې، پلاستيکي توکو جوړونې، څپلیو، کرنیزو وسايلو جوړونې او يو شمېر نورو توکو د توليدولو په برخه کې فابريکې فعاليت لري.
د کندهار د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر سېدسرور اماني وايي چې د اوسنيو فعاله فابريکو فعاليت ته هم دوی زياته هيله نه لري او وېره شته چې ډيرې يې سقوط شي. هغه وايي، دوی له طالبانو غوښتنه کوي ترڅو د دايمي برېښنا د برابرېدو لپاره د ازبکستان هېواد برېښنا کندهار ته انتقال کړي.
د سېدسرور اماني په خبره چې د طالبانو له خوا ورسره ژمنې شوي ترڅو کندهار کې د برېښنا ستونزه حل او د صنعتي فابريکو لپاره دايمي برېښنا برابره کړي.
نوموړي وويل: «د برېښنا د دايمي حل لپاره هم هلې ځلې شوي، اوس هم جريان لري، ډېرو غټو شرکتونو ته معدنونه په قرارداد ورکول شوي، ترڅو د ازبکستان برېښنا موږ ته تر کندهار پورې راورسوي.»
په کندهار کې د سقوط شویو فابريکو له امله زرګونه کسان هم اوزګار شوي دي چې دا مهال په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي.
که څه هم تر دې دمخه د طالبانو ډلې مشر ملاهیبتالله څو ځلې له پانګوالو سره ژمنې کړې وې چې په کندهار کې به د پانګونې پر وړاندې شته ستونزې هواروي؛ خو د هغه د ژمنو پر وړاندې سوداګر ادعا کوي چې تراوسه د دوی هېڅ ستونزه نه ده حل شوې.
د کندهار د صنعتي فابريکو لپاره ډېره برېښنا د هلمند کجکي بند څخه برابرېږي چې په دې وروستيو کلونو کې د سختې وچکالۍ له کبله څو مياشتې پر کندهار او هلمند دا برېښنا بنده وه.
هلته يوې ځايي سرچينې ۸صبح ته وویل چې د وروستيو ورښتونو له کبله د کجکي بند له اوبو څخه ډک شوی او اوس يو ځل بیا د هلمند او کندهار ښارونو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورکول شوې ده؛ خو په خبره یې، تر اوسه نه ده معلومه چې دغو دوو ښارونو ته به تر څه وخته ۲۴ ساعته برېښنا دوام وکړي.