۸صبح، کندهار: سیمهییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسلهوالو په کندهار ولایت کې یو کس پر ډزو ویشتی چې په ترڅ کې یې هغه ژوند بایللی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه شپه مهال د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په «پوپلشاه» بازار کې شوې ده.
وژل شوی کس عطامحمد نومېده او د یوې لارۍ چلوونکی و.
تر اوسه د دې سړي د وژنې لامل نه دی معلوم.
د کندهار د طالبانو امنیې قومندانۍ هم دا پېښه منلې او په هکله یې د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرموزو او هدفي وژنو شمېر ډېر شوی دی.
د تېرکال د لړم پر ۷مه هم ناپېژاندو وسلهوالو په کندهار کې يو کس وواژه.