وروسته له هغه چې جمهوري نظام وپرځېد او طالبان واک ته ورسېدل، د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ماشومان اړ شوي چې د کورنۍ د ساتنې لپاره درنو او سختو کارونو ته لاس واچوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونيسف) د ۲۰۲۳ کال په وروستيو کې د هېواد سویل په هکله په خپل راپور کې ویلي چې د دې حوزې په يو شمېر ولايتونو کې په هرو ۵ ماشومانو کې يو ماشوم پر سخت او دروند کار بوخت دی.
یادې ادارې په خپل راپور کې ويلي چې ډيری کورنۍ چې سرپرستان یې نشته اړ شوي چې د خپل کورنۍ غړو د نس مړولو لپاره ماشومان سختو کارونو کولو ته واستوي. د زابل ولايت اوسېدونکي وايي، په دې ورستيو کې په دغه ولايت کې پر سختو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر خورا زيات شوی دی.
د دغه ولايت يوه اوسيدونکي شمسالله ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله سږکال په زابل کې د خلکو بیوزلې زياته شوې ده او ډېریو کورنيو خپل کم عمره ماشومان شاقه او درنو کارونو ته اړ کړي دي. نوموړی وايي، د دې ماشومانو له جملې ډېر شمېر په ډوډۍ پخولو، موټرو ورکشاپونو، د موټرو وینځلو او نورو ورته ځايونو کې کار کوي.
دی وايي: «ډېر هغه ماشومان چې اوس پلرونه يا د کورنۍ سرپرست نه لري نو شاقه کارونه کوي؛ ځکه مجبور دي او کورنۍ يې ورته وايي چې لاړ شي کار وکړي، دا ټول هغه ماشومان دي چې زدهکړو ته برابر دي او دا یې وخت یې چې باید کړې یې وای. د پخوا په پرتله بیوزلي بیخي زياته شوې ده، نو ځکه ماشومان شاقه او درنو کارونو ته اړ شوي دي.»
په ورته وخت کې د زابل په مرکز قلات کې هغه ماشومان چې د کورنۍ لپاره روزي ګټي له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې په ډېرو لږو امتيازاتو سخت کارونه کوي.
د دغو ماشومانو له ډلې يو هم ۷ کلن سيدالرحمن دی چې په تېرو کلونو کې یې ښوونځی لوستی او له تېر يوه کال راهیسې د خپلې کورنۍ د ساتني لپاره له يوه پنچرماين سره مزدوري کوي.
دی وايي، وروسته له هغه يې شاقه کارونو ته مخه کړه چې تېر کال یې مور د ناروغۍ له کبله مړه شوه او ده ته د ورپاتې خویندو او وروڼو سرپرستي ور تر غاړې ده. هغه وايي، پلار يې کلونه پخوا مړ شوی او دی اوس اړ دی چې له یوه پنچرماين سره د مياشتې په پنځه زره افغانۍ کار وکړي.
سيدالرحمن وویل: «تېر کال مې مور مړه شوه او پلار مې پخوا مړ شوی. هغه شیان چې زه خپل استاد سره دلته ورکشاپ کې کښته پورته کوم، ټول درانه دي او زه یې نه شم پورته کولای، خو مجبور یم چې کار وکړم، ځکه خویندې او وروڼه لرم، هغوی وږي پاتې کېږي. زه غواړم چې ښوونځی ووایم او مونږ سره دې مرسته وشي چې درنو کارونو ته مجبور نه شو.»
د زابل په کلات ښار کې دا یوازې سیدالرحمن نه دی چې له دې سخت وضعیت سره مخ دی؛ بلکې په سلګونو نور کم عمره ماشومان هم د خپلو کورنیو غړو د نس مړولو لپاره شاقه او درانه کارونه کوي.
امينالله بل هغه ماشوم دی چې شپږ کاله کېږي دروند او سخت کار کوي. دی وايي چې زدهکړې کول یې لوی ارمان دی؛ خو زياتوي چې د کورنۍ د ساتني لپاره يې په تېرو شپږو کلونو کې یې هيچا لاس نه دی نيولی او په یوازې ځان د خپلې کورنۍ ساتنه کوي.
هغه چې د بدن غړي یې کمزوري او د کار کولو توان په کې نشته په اوښلنو سترګو وايي، کله چې له کار څخه کور ته ستون شي، د سخت کار له کبله يې ټوله شپه د بدن غړي درد کوي.
امینالله ۸صبح ته وویل:« ډېر داسې درانه کارونه دي چې زه يې د کولو توان نه لرم؛ خو مجبور یم چې ویې کړم. کله چې د شپې کور ته لاړ شم ملا او پښې مې درد کوي.»
په همدې حال کې هغه کورنۍ چې خپل ماشومان يې سختو او درنو کارونو ته اړ کړي وايي چې ډېر ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي چې د حل په برخه کې هیچا ورسره مرسته نه ده کړې.
دين محمد چې دواړه پښې يې په تېرو جګړو کې بایللي دي او کم عمره ماشومان يې پر سختو کارونو بوخت دي ۸صبح ته وويل چې که اولادونه يې د سختو کارونو ترسره کېدو پر ځای زدهکړي وکړي، د دوی د کورنۍ لپاره به ښه وي؛ خو په وينا يې چې د ګټې وټې کس نه لري او دوی په خپلو ماشومانو شاقه کارونه کوي.
هغه زیاته کړه:«دا کارونه خو پر دوی ډېر درانه دي، خو مجبوره یو او د یوې مړۍ ډوډۍ غم اخيستي یو. تعلم مې د ماشومانو لپاره ستره هیله ده، خو بې وسي ده او څه وکړم، د کاروبار څوک نه لرم. مونږ له حاکمانو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوو چې له مونږ سره مرسته وکړي.»
په زابل کې د طالبانو سیمهییز مسوولان هم د شاقه کاره ماشومانو وضعیت مني او وايي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ماشومانو سره مالي مرستې کړې دي.
د زابل لپار د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست مشر ملا عبدالوکيل خادم وايي، دوی په يوه کال کې د موسسو په مرسته یو زرو او ۵۵۰ هغو ماشومانو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړه چې په شاقه کارونو بوخت دي.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق (Save the Children) وايي، د تېر کال په اګست مياشت کې ويلي وو چې وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، ورسره جوخت په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو شمېر هم لوړ شوی دی.
دغې ادارې چې په افغانستان کې یې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو په هکله سروې کړې ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دغه هېواد ۳۸.۴ سلنه ماشومان سختو کارونو ته اړ شوي دي.