زابل یو له هغو ولایتونو دی چي د ښخو په کار کولو د نورو ولایتونو په پرتله زیات بندیزونه لګول شوي دي. ددې ولایت میرمنو ته د طالب چارواکو له لوري ورته ویل شوي چي ودونه ته دې هم نه ځي.
دا ولایت په تیرو شلو کلونو کي یو له هغه ولایتونو څخه دی چي جګړو سخت ځپلی او له امله یې یو زیات شمیر کورنیو خپل سرپرست له لاسه ورکړی دی.
په یاد ولایت کي د طالبانو تر راتګ وړاندي د (۲۰۰۰) تنو په شاوخوا کي بې سرپرسته میرمنې په حرفوي زده کړو او لاسي صنایعو بوختې وې چي اوس مهال ټولي په کورونو ناستي دي. دوی ته نه د کار زمنیه برابره ده او نه یې لاسي صنایع بازار لري.
د جمهوري نظام پرمهال د زابل د ښخو چارو ریاست له لوري ۱۱۰۰ ښځو ته د لاسي صنایعو، کار زمینه برابره او د دوی محصولاتو ته بازار موجود و. کله چې تیر کال طالبانو واک ترلاسه کړ، د حکومت د پخوانیو کارکوونکو تر څنګ یې په دندو او نورو کارونو بوختې میرمنې هم په کور کېنولې.
د ښځو ریاست یوه پخوانۍ کارکوونکې چې مستعار نوم یې لیلا دی، وايي، د افغانستان د پخواني دولت او ځینو مرستندویه موسیسو په مالي لګښت یاد ریاست په زابل کې میرمنو ته د لاسي صنایعو روزنه ورکوله او د دوی محصولات یې بازار پیدا کړی و. د نوموړې په خبره په دې پروګرام کې ټولې بې وزلې میرمنې په کار بوختې وې.
لیلا وايي: « د زابل ۱۱۰۰ میرمنو ته په مستقیم ډول د ښځو چارو ریاست له لوري د لاسي صنایعو او نورو بېلا بېلو برخو کي روزنه ورکول کېده. د دوی د محصولات له پاره د وړ بازار موندلو په برخه کې هلې ځلې روانې وې او تریوه حده یې پایله ورکړې وه. ددې ترڅنګ ځينو کورنیو او بهرنیو مؤسیسو هم ددغه ولایت میرمنو ته د کار زمینه برابره کړې وه. »
نوموړي وايي چي ددوی ریاست بې سرپرسته میرمنو ته د حرفوي زده کړو تر څنګ کاري وسایل هم ورکول .
بل لور ته په زابل ولایت کې د «WFP» او «VRDP» موسسو تر ( ۶۰۰ ) زیاتو بې سرپرسته میرمنو ته په لاسي صنایعو او نور برخو کي د کار زمینه برابره کړي وه، چي د طالبانو له راتګ سره هم مهاله ټولې بې کاره شوې او پر کور ناستې دي .
په مرکز کلات کي د هزاري کلي اوسېدونکې بلقیس یوه له هغه میرمنو څخه وه چي د یادو موسسو له لوري ورته په کور کې د لاسي صنایع د تولید زمینه برابره شوې وه او په خپل کور کي یې هم کار کاوه او هم یې د اولادونو روزنه کوله.
بلقیس وايي، د اتو اولادونو مور ده او خاوند یې په نشو روژدی دی چي په وینا یې د اولادونو روزنه ددې پر غاړه ده. د نوموړې په خبره، مخکې یې کار کاوه او یوه ګوله ډوډۍ به یې پیدا کوله، خو اوس اړه ده چي سوال وکړې او خپلو اولادونه ته نفقه برابره کړي.
میرمن بلقیس وايي: « پخوا مې د ښځو ریاست په مرسته د [VRDP] پروګرام کې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کاوه، د کالیو ګنډلو یو ماشین را کړل شوی و او زما سره نورې ښځې هم په دې پروګرام کې په کار بوختې وې او ټولو به یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوله.»
بي بي زینب هم له هغو میرمنو څخه ده چې د ښځو چارو ریاست د پروګرام له لارې یې خیاطي زده کړې. د نوموړې په خبره د همدې کسب له برکته به یې کالي ګنډل او په بازار کې به یې پلورل.
هغه زیاتوي، اوس نه بازار شته او نه هم د حاکم نظام له لوري د کالیو پلورلو اجازه راکول کېږي.
نوموړې وايي: « د تېر یوه کال څخه مو هېڅ کار نه دی کړی، ځکه مخکې به موږ کار کاوه او د ښځو چارو ریاست له لوري به زموږ تولیدات په بازار کي پلورل کېدل او تر څنګ به یې د ګاونډيو ولایتونو بازارونو ته لېږل کېدل. پر دې سربیره به په اوونۍ کې یوځل زموږ د کارونو د لا ودې په موخه غونډه جوړېده، خو د حکومت له بدلیدو سره زموږ ټول کارونه په ټپه ودریدل.»
بي بي زینب وویل، له یوې خوا یې کارونه په ټپه دریدلي او له بل لوري د مرستنیدوبه بنسټونو له خوا مرستې نشته چې له امله یې خلک د بې وزلۍ وروستي حد ته رسیدلي دي.
یوه بله میرمن چي خاوند یې د تیر حکومت پرمهال له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی، وايي، طالبانو نه یوازې ددې د خاوند ژوند اخیستی، بلکې اوسمهال یې دا خپله له هوسا ژوند څخه بې برخې کړې ده.
دغه میرمن زر بي بي نومیږي او وايي، ددې تر څنګ چې طالبانو له ښځو د تعلیم ، کار او نور دې ورته حقونه اخستي، دوی اوسمهال په کور کې هم کار نه شي کولای، ځکه د خپلو تولیداتو د پلورلو له پاره طالبان اجازه نه ورکوي چې ښځې بازار ته ولاړې شي.
اغلې زر بي بي وویل: « زه خپله دوه یتیم کوچنیان لرم، خاوند مې د کاکړانو چینې پوسته کې له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی، مخکې به مې د لاسي صنایعو لکه کاليو ګنډلو او د زومانو غاړې جوړولې او له دې لارې به مې څو روپۍ ترلاسه کولې، خو اوس هېڅ نشته او له خپلوانو څخه خیرات راټولوم او کوچنیان پرې ساتم.»
په زابل کې پنځو موسسو (انټرساس، WFP، AWD، HADAF او YHWO) تر دوه زره (۲۰۰۰) زیاتو میرمنو ته د لاسي صنایعو او نورو حرفو زمینه برابره کړې وه او تر څنګ یې یو زیات شمېر میرمنې په دولتي ادارو کې په دندو بوختې وې. له دې امله زیاترو هغو میرمنو ته د کار زمینه برابره وه چې سرپرست یې نه درلود. دوی کولای شول د خپلو اولادونو روزنه وکړي او نفقه ورته پیدا کړي، خو واک د طالبانو له رسیدو وروسته ښځو هر څه لاسه ورکړل او اوسمهال له زیاتو ستونزو سره مخ او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چي طالبانو په دې وروستو هغه میرمنې چي په امنیتي برخو کي یې دندې درلودې، له دندو ګوښه او په کور یې کېنولې دي. د بې کارۍ او وزګارتیا له امله په دې ولایت کې د بې وزلۍ کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده.
پر دې ټولو سربیره د یاد ولایت اوسیدونکي وايي، د بهرنیو او کورنیو مرستندویه بنسټونو له لوري شوې مرستې طالبان پر خپلو خلکو ویشي او مستحق کسانو ته نه رسیږي.