۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، دوبۍ ته د نجونو زده کړیالانو د سفر د مخنیوي په غبرګون کې وايي، طالبان « په ناپوهۍ او تیاره کې د خلکو د ساتلو په موخه» د نجونو د زده کړو مخنیوی کوي.
فایق دغه څرګندونې د پنجشنې په ورځ د وږي په 2مه، په «اېکس» ټولنیزې شبکې کې کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، دوبۍ ته د یوې ډلې نجونو د زده کړو منع کول، غیر اسلامي او انساني بللی او ویې ویل « د خواشینۍ ځای دی. د طالبانو دغه کړنه غیر اسلامي او انساني او ښکاره په ناپوهۍ او تیاره کې د خلکو د ساتنې لپاره ترسره کېږي.»
د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو د ښځو د څار د برخې مسوولې هدر بار هم د طالبانو دغه اقدام د زورزیاتي اوج او له زده کړو څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول بللی دی.
نوموړې په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د نجونو د زده کړو مخنیوی، د هغوی د زنداني کېدو لامل کېږي.
ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ د وږي په لومړۍ نېټه، لږترلږه ۱۰۰ تنه زده کړیالانې د عربې متحده اماراتو د سوداګر خلف بن احمد الحبتور په مالي مرسته د خپلو زده کړو د دوام لپاره، دوبۍ ښار ته ولاړې شي، خو طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د دې ډلې نجونو د سفر مخنیوی کړی دی.
نوموړي څرګنده کړې چې د دوبۍ په پوهنتون کې یې یو شمېر افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده او د سفر او د هغوی د پوهنتون لګښت یې پر غاړه اخیستی دی.