۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو د شوي برید غندنه کړې ده.
بېنېټ سهشنبه د غويي پر ۱۱مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې ټول افغانان باید وکړای شي په سولهییز چاپېریال کې عبادت وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «زه د هرات په ګذرۍ کې د شیعه لمونځ کوونکو وژنه غندم. ټول افغانان باید وکړای شي په یو سولهییز چاپېریال کې عبادت وکړي. له کورنیو او ټولنې سره خواخوږي ښيم.»
هغه په افغانستان کې پر شیعهګانو د بریدونو د مخنیوي، خوندیتوب او عدالت غوښتنه وکړه.
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) هم په هرات کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی و.
د هرات په محمدیه ښارګوټي کې تېره شپه د ناڅرګنده وسلهوالو په برید کې د څلورو نارینهوو، یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تر اوسه د دغه بريد مسوولیت چا یا ډلې منلی نه دی.