د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بزګر او باغ لرونکي د پسرلي په نیمايي کې د واورې ورښت او هوا سړېدو اندېښمن کړې دي. هغوی ټينګار کوي چې کروندې او د باغونو حاصلات یې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو په حواله، په تېرو دوو ورځو کې د مېدانوردګ په مرکز او ولسوالیو، غزني، لوګر، پنجشېر، بامیان، نورستان او د پکتیا او کاپیسا په ځينو سیمو کې واوره او ږلۍ شوې او ځينو سیمو کې سېلابونه راوتلي دي.
دغو ورښتونو یو شمېر کروندګر او باغ لرونکي د خپلو کروندو حاصلاتو ته اندېښمن کړي دي. یو شمېر کروندګرو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي چې په پسرلي کې د واورې ورښت یې باغونو ته زیان رسوي او په وینا یې، اندېښمن دي چې روان کال به له خپلو کروندو او باغونو حاصل ترلاسه نه شي کړلی.
د ژمي او پسرلي په لومړیو کې د سردسېره ولایتونو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د واورې ورښت معمول دی. د وري میاشتې په لومړیو اوونیو کې چې هوا مخ په تودېدو وي او ځمکه د کښت لپاره برابریږي، بزګران بیرته خپلو کروندو ته راګرځي او میوه لرونکي ونې ګلان نیسي.
د پسرلي په دويمه مياشت کې شوې واورې بیا يو شمېر کروندګر او باغوانان اندېښمن کړي دي. دوی وايي ښايي سخت ساړه يې د مېوه لرونکو ونو ګلان له منځه يوسي.
که څه هم په تېره يوه مياشت او د ژمي په اوږدو کې درنو واورو او بارانونو کروندګر هیله مند کړي و؛ خو د وړمې شپې ناڅاپي واورې او سړې هوا له ونو څخه ګلونه رژولي او د کروندګرو هیلې مړاوې کړې دي.
یوسف د مېدانوردګ په جلریز کې باغ لري. نوموړی ټينګار کوي چې د کال په دغه موسم کې واوره کروندو ته تاوان لري او په وینا یې، د ونو ګلان او کروندوې له منځه وړي.
یوسف وايي: «ځمکه او ونې بېرته راژوندۍ شوې وې. زموږ په سیمه کې د مڼو او زردالو باغونه ډېر دي او ټولو ونو ګلان نیولي و. اوس چې واوره شوې، غوټۍ رژېدلې دي، یو څه چې پاتې دي په ونه کې یې یخ وهي. په ټوله کې سږکال هېڅ هیله نه لرو چې دا ونې دې حاصل ورکړي.»
دا باغوان زیاتوي چې څو ورځې وړاندې یې ونو لپاره کیمیاويي کوډ هم ورکړي و. نوموړی وايي: «د حاصل له منځه تلل خو په ځای پرېږده، موږ لګښت هم کړی و، څوک چې بزګر وي او په کرنه یې سر خلاص وي پوهېږي چې په همدې موسم کې کروندو او ونو ته کوډ هم ورکول کېږي. د پور په پیسو مې کوډ واخیست، تاوان مې هم وکړ.»
ورته مهال، د جلریز ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې پر ځمکو یې کچالو کرلي و، د خپلو حاصلاتو له منځه تللو ته اندېښمن دی. نوموړی وايي: «دا واوره او ږلۍ ډېر تاوان لري. له یوې خوا واورې او ږلۍ د ونو ګلان ورژول، بل پلوه کچالو او غنم چې تر خاورو لاندې دي له منځه یې وړي، ځکه له واورې وروسته هوا سړېږي او کله چې هوا سړه شي، نه غنم پاتې کېږي او نه کچالو، هر څه مو چې کرلي وي، خرابېږي.»
د مېدانوردګ څنګ لوري ولایت غزني کې هم واوره شوې ده. دغې واورې د یو شمېر ولسوالیو لارې هم بندې کړې دي.
یو شمېر کروندګر وايي چې د پسرلي په دویمه میاشت کې له دې وړاندې په دغه ولایت کې واوره شوې نه وه او د وړمې شپې واورې د دغه ولایت کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
خدابخش د غزني جغتو ولسوالۍ په یوې کرونده کې بزګر دی. نوموړی وايي چې خپله ځمکه نه لري او په دغې ولسوالۍ کې یې یو څه ځمکه په اجاره نیولې ده. هغه وايي چې د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ دی د عاید یوه بله سرچینه پېدا کړي.
دا بزګر وايي: «ځمکه نه لرم، د بل چا په ځمکه کې مې کښت کړی و او له حاصل وروسته مې خپل برخه اخیستله؛ خو واوره وشوه او هر څه یې له منځه یووړل. سږکال له دې ځمکې څه نه ترلاسه کېږي. باید د یو بل کاروبار غم وخورم.»
د پنجشېر، بدخشان، لوګر، پکتیا، بامیان، نورستان او کاپیسا یو شمېر اوسېدونکو هم د خپلو سیمو واورین انځورونه خپاره کړي دي.
د یادونې ده چې کروندګر داسې مهال په هېواد کې د وروستۍ واورې له ورښته اندېښمن دي چې په مېدانوردګ کې پېښو ته چمتووالي ریاست منلې چې تېره اوونۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د حاصلاتو په موسم کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې بېوخته ورښتونو او سېلابونو کروندګرو ته درانه مالي زيانونه اړولي و.