د تایوان پر سر د چین او امریکا له مقابلې سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دواړو هېوادونو د مسوولانو اړیکو پر مدیریت ټینګار وکړ.
بلینکن شنبه د وږي پر ۲۴ یوه ټویټ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره له لیدنې خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو ساتل اړین دي.
هغه زیاته کړه، چې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې یې د دواړو هېوادونو د مسوولانو اړیکو د مدیریت د لارو په اړه په ځانګړې توګه د کړکېچونو په موده کې خبرې اترې شوې دي.
تایوان ته د امریکا د کانګرس د رییسې نانسي پلوسي له سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونو بیا زیات شوي دي.
د ویلو ده، چې د چین دولت دغه ټاپو ته د پلوسي د سفر مخالف و؛ ځکه تایون اوس هم د خپل هېواد یوه برخه بولي.