د چیلي ولسمشر ګبرېل بورېچ ویلي، په غزه کې د انسانانو وژنې او ویجاړۍ له کبله چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي، ډېر «هېښ» شوی دی.
د اسوشیېټډپرېس د راپور پر بنسټ، بورېچ دا څرګندونې شنبه د جون پر ۱ د دغه هېواد په پارلمان کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د اسرائیل پوځ په غزه کې «بې تبصرې او نامتناسب» ځواک کاروي.
د چیلي ولسمشر په دې بیان سره چې «دا کړنې د نړیوالې ټولنې کلک او دایمي غبرګون ته اړتیا لري» د هغو هېوادونو په ډله کې شامل شو چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د اسرائیل پر ضد د ثبت شوې قضیې ملاتړ کوي.
سوېلي افریقا، مکسیکو، برازیل او اندونیزیا تر دې دمخه د جرمونو په نړیواله محکمه کې د غزې د نسل وژنې د قضیې ملاتړ کړی او اسرائیل یې په جنګي جرمونو تورن کړی دی.
تېر کال سوېلي افریقا د تل ابیب پر ضد د جرمونو نړیوالې محکمې ته د غزې د خلکو د نسل وژنې په تړاو دوسیه وړاندې کړې وه.
ورته مهال، اسرائیل پر غزې بریدونه د حماس ډلې د ګواښ پر وړاندې د دفاعي اقداماتو یوه برخه ګڼي چې د تېر کال د اکتوبر پر ۷مه یې د دغه هېواد پر سویل برید وکړ، یو زرو او ۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
چیلي ۵۰۰ زره نفوس لري او ډیری یې عرب مسیحي کډوال دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې اسرائیل ته امر کړی چې په رفح کې خپل عملیات ودروي. دا هغه امر دی چې اجرائیوي ضمانت نه لري او د تل ابیب له خوا تر اوسه په پام کې نه دی نیول شوی.
پر غزې د اسرائیل د بریدونو په دوام کې د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره د اسرائیل درې اړخیز پلان بیان او په دې هکله یې خوشبیني څرګنده کړه.
د دغه پلان له مخې لومړی شپږ اونيز اوربند ټینګښت، د برمته شويو کسانو ازادېدل او له ګڼ مېشتو سيمو څخه اسرائیلي پوځیان وتل. په درېيم پړاو کې به د غزې ښار د بيارغونې چارې پېل شي.
حماس هم دې وړاندیز ته مثبت غبرګون ښودلی دی.