وروسته له هغه چې ایلون ماسک د ټویټر په کاروونکو باندې محدودیتونه وضع کړل، میټا د ټویټر په څیر نوي ټولنیزه شبکه جوړه کړه.
د یورو نیوز د راپور له مخې، د میټا اجرایوي رئیس مارکزاکربرګ، د چهارشنبې په ورځ ناوخته، (د جولای په ۵مه) وویل چې «تریډز» د ایلون ماسک ټویټر ته لوی ګواښ کیدی شي.
د دغه راپور له مخې په اوو ساعتونو کې لږ تر لږه لس میلیونه کسانو په دغه اپلیکیشن کې نوم لیکنه کړې ده.
مارکزاکربرګ په خپل تریډز پاڼه لیکلي:«راځئ چې دا وکاروو. تریډز ته ښه راغلاست.»
دی پوسټ په څو دقیقو کې په زرګونو لایکونه اخیستي، چې په ټولنیزو شبکو کې د دې نوي اپلیکیشن چټک پیل څرګندوي.
په دې لړ کې، د انسټاګرام مشر، ادم موسري، په اروپا کې د تریډز ډاونلوډ په ځنډ باندې افسوس کړی او ویې ویل چې دوی باید د بروکسل تصویب ته انتظار وکړي.
تر اوسه پورې، د Netflix، د هالیوډ ځانګړي معلوماتي وېبپاڼه او HBO په ګډون مهمو شرکتونو خپلې پاڼې په دې ټولنیزه شبکه کې پرانیستي دي.
د شکیرا په څیر مشهورو څیرو هم په تریډ کې خپلې پاڼې جوړې کړې دي.
ټاکل شوی چې تریډز به د انسټاګرام بله څانګه وي.
انسټاګرام د دوه ملیارده ډیرو کاروونکو په درلودلو سره ممکن د دې نوي آپلیکیشن ګړندۍ وده اسانه کړي.
د تریډز سره د انسټاګرام د نږدېوالي له امله، دا پلیټفارم اوس شاوخوا دوه ملیارده غیر مستقیم کاروونکي لري.
د یاده ونې وړ ده، چې تریډز د ټویټر په څیر، د لنډ متن لرونکي پوسټونه لري.
د تریډز کاروونکي کولی شي پوسټونه خوښ کړي، یا یي پوسټ کړي یا ځواب ورکړي.
دا پداسې حال کې ده، چې یاد پلیټ فارم د شخصي پیغام رسولو اسانتیا نلري.
تریډز اوس د ۱۰۰ څخه زیاتو هیوادونو کې په Apple Store او Google Play کې شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ټویټر مالک ایلون ماسک اعلان وکړ، هغه کسان چې دې اپلیکیشن سره راجستر نه دي په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰۰ څخه زیات ټویټونه نشي لیدلی.