۸صبح، کابل: په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ ویلي چې په افغانستان کې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سرې میاشتې ټولنې سره ۱۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
شینګ جمعه د غويي پر ۱۴مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا مرسته یې له سېلاب ځپلو څخه د ملاتړ په موخه کړې او د طالبانو تر کنټرول لاندې سرې میاشتې ټولنې ته یې سپارلې ده.
بل پلوه، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا مرسته د دغه بنسټ مرستیال ملا نورالدین ترابي ته په کابل کې د چین د مرستیال سفیر له خوا سپارل شوې ده.
ترابي زیاته کړې چې په هېواد وروستیو سېلابونو او ورښتونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې باران ورېږي.
تازه د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په شپږو ولایتونو کې د نسبتاً تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو پېښېدو خبرداری ورکړی دی.
په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې ښودل شوې ده.