چین د امریکا لخوا ددغو دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځ غونډې غوښتنه رد کړه

امریکايي رسنیو د پنتاګون له قوله راپور ورکړی، چې چین د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په اړه د امریکا غوښتنه نه ده منلې.

د وال سټریټ ژورنال د دوشنبې په ورځ (د مې په ۲۹) راپور له مخې، ټاکل شوې وه دغه غونډه په سینګاپور کې د امنیتي کلنۍ غونډې په څنډه کې، جوړه شي.

په پنتاګون کې سرچینو دې رسنۍ ته ویلي: «د چین ولسي جمهوریت د مې په لومړیو کې متحده ایالاتو ته خبر ورکړ چې د دفاع وزیر (لی شانګفو) سره د لیدو لپاره، د آستین [د متحده ایالاتو د دفاع وزیر] له غوښتنې سره مخالف دی.»

وال سټریټ ژورنال د امریکا د دفاع وزارت له قوله لیکلي، چې پنتاګون له چین سره رقابت په شخړه نه بدلیدو په اړه ډاډ ترلاسه کولو لپاره، پر آزادو اړیکو باور لري.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د امريکا د ملي امنيت شورا وياند (جان کربي) ويلي و، چې پنتاګون هڅه کوي، چې د آستن او د چين د دفاع وزير ترمنځ خبرې پيل شي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا د سوداګرۍ استازې «کاترین تای» د دیترایت په ښار کې د اسیا–پاسیفیک، د اقتصادي همکاریو غونډې پر مهال، له خپل چینايي سیال سره د لیدنې امکان شته.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې، د اوکرایین د جګړې او د ټایوان د مسئلې پر سر د چین او امریکا ترمنځ ترینګلتیا، زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button