۸صبح، فاریاب: فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې دوشنبه د وږي پر ۲۱، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په تامچيبابر، تامچي تنزایي او جیګدلک کلیو کې ۷۰۰ ماشومان پر کولرا اخته شوي دي.
د سرچینو په وینا، قیصار ولسوالۍ کې پر کولرا ناروغۍ له دغو ۷۰۰ اخته ماشومانو ۳ تنه مړه شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې قیصار ولسوالۍ ته ۶ روغتیایي ډلې لېږل شوې دي ترڅو د کولرا ناروغۍ له زیاتېدو مخنیوی وکړي.
د کولرا د مخنیوي لپاره د درملو کموالی په دې برخه کې یوه ستونزه بلل شوې ده.
کولرا د کولمو یو ډول عفونت دی، چې پرې اخته کس له سخت نسناستي او استفراغ سره مخ کېږي.