۸صبح، فاریاب: سیمهییزې سرچینې وايي چې نامعلومو وسلهوالو په فاریاب کې پلار او زوی په ډزو وژلي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې ناڅرګندو وسلهوالو د چهارشنبې پر شپه د میمنې ښار ولایتي روغتون ترڅنګ یو ۷۰ کلن سړی له خپل ۱۰ کلن زوی سره په یو دوکان کې وژلي دي.
سرچینو زیاته کړې چې دا زوی او پلار محمدقربان او امیرمحمد نومېدل او وايي چې محمدقربان له پخوا راهیسې په دې سیمه کې دوکانداري کوله.
تر اوسه د دغو کسانو د وژنې لامل څرګند نه دی.
ورته مهال، په فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شمسالله محمدي هم د پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې په دې تړاو یې یو کس نیولی دی.
په دې سیمه کې څلور ورځې وړاندې هم ناپېژانده ټوپکوالو د پخواني حکومت یو پوځي په ډزو وژلی و.