۸صبح، کابل: د سکرو ډبرو درې تنه کان کيندونکي چې د دايکندي ولايت اوسېدونکي ؤ، د سمنګان ولايت دره صوف ولسوالۍ د سکرو ډبرو د یوه کان د نړېدو له امله مړه شوي دي.
د سمنګان والي، داوود کلکاني له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دغه کان د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ په شباشک سيمه کې موقعيت درلود او تېره پنجشنبه «د مرغومي په ۱۱مه» ونړېد.
د سمنګان والي د معلوماتو په اساس، د دې پېښې په پايله کې درې مړه شوي کسان د دایکندي ولايت اوسېدونکي ؤ.
د سمنګان والي وويل چې د سکرو ډبرو دغه کان د «حاجي حيدر» په نامه يوه شخص پورې تړاو لري او له دې کان څخه د سکرو ډبرو استخراج په غيرقانوني توګه ترسره کېده.
لا تر دې دمه د دې کان د نړېدو لامل نه دی څرګند شوی.
له دې وړاندې هم د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې ورته پېښې شوي دي.
په دغه ولسوالۍ کې د سکرو ډبرو ډېر کانونه موجود دي او هلته ډېری د سکرو ډبرې د خلکو له لوري په غيرمسلکي توګه ويستل کېږي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال غبرګولي مياشت کې د شباشک په سيمه کې د سکرو ډبرو په يوه کان کې يوې چاودنې هم تلفات له ځان سره لرل.