پر کابل پوهنتون د بريد طراح په اعدام محکوم شو
د ۸صبح پښتو مجله

۸صبح، کابل: د کورنيو چارو وزارت ویاند، طارق آرین ويلي دي چې پر کابل پوهنتون د بريد طراح عادل نومی د يوې علني محکمې پرمهال په اعدام محکوم شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند دغه موضوع د مرغومي په دولسمه، جمعه ماښام په خپل ټوېټر کې شريکه کړه.
د سترې محکمې د اعلان په اساس، محمد عادل د ترهګريز بريد د طراح او پلان جوړوونکي، د تروريستي او اختطافي فعاليتونو د ترسره کولو په تور په اشد مجازات يعنې اعدام باندې محکوم شوی دی.
همدارنګه د عبيدالله په نامه يو بل تورن ته د داعش ډلې د غړيتوب، ماین ايښودلو، د چاودېدونکو توکو د لېږد او د اختطاف په تور د ۲۵ کلونو تنفيذي بند جزا واورول شوه.
همدا راز عبدالکبار د ملي خیانت، د داعش ډلې غړيتوب او اختطاف او خدابخش د داعش ډلې د غړيتوب او د اختطاف په تور په ۱۲ – ۱۲ کاله بند محکوم شوي دي.
په همدې ترتيب اظهارالدين په نامه يو تورن نقدي جريمه شوی او سترې محکمې يو بل تورن د لازمي دلايلو د نه درلودو له امله بې ګناه بللی دی.
د دغو اشخاصو لومړنۍ محکمه د مرغومي په لسمه نېټه ترسره شوه. ستره محکمه وايي تورنو کسانو ته ويل شوي دي چې د استيناف غوښتنې حق يې په ټاکلي وخت کې خوندی دی.
پر کابل پوهنتون بريد د روان کال لړم میاشتې په دولسمه نېټه ترسره شو. ويل شوي دي چې دغه بريد د دوو بریدکوونکو له لوري ترسره شوی دی.
د چارواکو په وینا دغه بريد کې ۲۲ تنه مړه او ۲۷ ټپيان شوي ؤ. د دې بريد مسوولیت د داعش ډلې په غاړه واخيست، خو دولت د دې بريد پړه پر طالبانو واچوله.
وروسته له هغې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د دې پېښې د عاملینو د نيولو خبر ورکړی ؤ.