۸صبح، بدخشان: په بدخشان او سمنګان ولایتونو کې ځایي سرچینې وایي چې په دغو ولایتونو کې سړې کم سارې سړې هوا اوه ماشومان مړه کړي دي.
په بدخشان کې سرچینې نن چهارشنبې د مرغومي په ۲۸مه وايي چې په تېرو څو ورځو کې د دې ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله ۵ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ځا سرچینو د مالوماتو له مخې، یو بل ماشوم هم د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار په اوومه ناحیه کې د سختې یخنۍ له امله مړ شوی دی.
له بلې خوا، د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار اوسېدونکي وایي چې یو پنځه کلن ماشوم د سیند پر کنګلونو د لوبو پرمهال ډوب شوی دی.
ددې ماشوم مړی له درېیو ساعتونو هڅو وروسته له سینده ایستل شوی دی.
د ویلو ده چې په تېره څه د پاسه یوه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا له امله لسګونه ماشومان مړه شوي دي.