یادونه: دلته مې له افراطیانو څخه موخه د طالب او داعش په شان ډلې دي او له تفریط څخه مې د خلقیانو او پرچمیانو په شان ګوندونه دي.
دا یوه ډېره حیرانونکې خبره ده چې د افراط او تفریط لارویان تر خپل منځ مشترک ټکي لري. په داسې حال کې چې دواړه خواوې یو د بل دښمنان دي، جنګونه يې سره کړي دي، اوس هم یو د بل د وینو تږي دي او لکه چې تاریخ د دوی پر دښمني شاهد دی، اینده به هم دا دښمني دوامداره پاتې شي.
نو بیا به څومره جالبه وي چې له دې سختې دښمنۍ سره دوی تر خپل منځ مشترک ټکي ولري؟!
هو! لري يې، زه به يې دلته یادونه وکړم، تاسو خپله قضاوت وکړئ چې ایا دا ټکي سم دي که نه؟ دواړه يې لري او که نه؟
راځئ! دلته يې را سره ولولئ:
طالب هيڅ راز مخالفت نه شي زغملای، ان که په ډېره ټیټه کچه وي او یوازې نظریاتي مخالفت وي.
دوی همدا اوس په سلګونو کسان د همدې نظریاتي مخالفت له امله په زندان کې اچولي دي او هره ورځ يې د همدې مخالفت له امله ربړوي.
عيني معامله د خلقیانو او پرچیمانو هم وه، دوی هم د مخالف د زغملو حوصله نه در لوده، هغه وخت چې وس يې نه په رسېدو، خلک به يې ارتجاعیان بلل، کله چې يې وس پيدا کړ، بیا يې یا خپله نظریه په در منله یا به زندان او د دوی سوټی و.
طالبان د خپل واک په لار کې د خپلو ملګرو تر وینو هم تېر شول، خپل ملګري چې يې مخالف شوي دي، هغه يې وژلي دي او هيڅ ډول رحم يې هم نه دی پرې کړی، ان هغه کسان چې د دوی د لیکو کسان وو، خو یو ډول ور سره مخالف شول، بیا يې په خپلو لیکو کې هيڅ ډول ځای نه در ور کړی.
د مخالف د وژلو بېلګه يې د ملا داد الله ورور منصور داد الله دی، نیازی دی، په کندهار کې پخوانی طالب چارواکی خاکسار و چې دوی د جمهوریت په اولو کلونو کې ترور کړ. همدا اوس د طالبانو د واک مهال يې یو پخوانی مشهور قومندان ملا عبد الرؤف چې له نورزۍ قبیلې سره اړه هم لري، بې دندې کابل کې پرې ايښی دی.
خلقیانو او پرچیمانو هم د واک په لار کې هيڅ خنډ او مانع نه شوای زغملای، امین د ترکي خوله له خاورو ور ډکه کړه او ببرک د امین پر سر روسي ټانګ ور تېر کړ، دواړه د خپلو پخوانیو ملګرو پر جسدونو وختل او د واک پر ګدۍ کښېناستل.
طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د خپلو مخالفانو له وژلو خوند اخیست، اوس يې هم په هره طریقه چې وي، وژني يې، دوی همدې وژلو ته بېلابېلې بهانې جوړوي او خورا زیات شمېر کسان يې په تېرو شلو کلونو کې په ګڼو نومونو وژلي دي.
خلقیانو او پرچمیانو هم خپلو مخالفانو ته وخت نه ور کاوه، ان دوی د کلي ملا، ملک او سید و خان نه ایله کول، یوه کیسه پسې مشهوره ده چې دوی به ویل: «ملا سید خان مه ایله کوئ». یعنې ملا، سید او خان درې واړه ووژنئ.
د خلکو په شخصي کارونو کې مداخله، طالبان د دین په نوم د خلکو په کاروبار، کالو، سټایل، فیشن، تعلیم او ګڼو چارو کې مداخله کوي. خلقیانو او پرچیمانو د خپلې کمونیستي ايډیالوژۍ له مخې د خلکو په داسې چارو کې مداخله وکړه چې یا يې ديني ريښې در لودې یا هم کلتوري. د خلکو شخصي جایدادونه يې ووېشل، د ښځو ولور تعین کړ او داسې نور کارونه چې زموږ په ټولنه کې ځان ور سره لګول داسې بېلګې لري لکه د برېښنا له تار سره مښلېدل.
طالبان یوازې د خپل فکر خلک په واک کې پرېږدي، دوی له خپلو طالبانو ماسیوا نور د هیچا د منلو حوصله نه لري. خلقیانو هم داسې کول، کله چې خلق واک ته ورسېد، نو د پرچم کسان يې هم زندان ته ولېږل، هغه کسان چې له دوی سره يې فکري تړاو نه در لود، هغه خو وختي لا په زندان کې پراته وو او د وژلو لپاره به يې شېبې شمېرلې.
طالبان خپلسري کارونه کوي، داسې چارې تر سره کوي چې هیچا يې مشوره نه ده ور کړې او د وطن و ملت په زیان هم دي. خلقیانو هم له مشورې پرته داسې فرمانونه صادر کړل چې نه یوازې يې خلک په نفرت کې واچول، بلکې ځانونو ته يې هم زیان په ورساوه.
تر ټوله مهم مشترک ټکی يې واک ته د رسېدو طریقه ده، خلقیانو هم په زور واک تر لاسه کړ، بیا له دوی څخه پرچمیانو همداسې په زور تر لاسه کړ، طالبان هم دواړه واره په زور واک ته ورسېدل، هغه وار يې له مجاهدینو څخه ونیو او دا ځل يې جمهوري نظام ورته چپه کړ، که څه هم د سولې خورا ډېرې نارې او زارۍ ورته وشوې، شرایط يې ومنل شول، بندیان ور خوشي کړای شول، مګر پر واک مینو انحصارګرو نه غوښتل چې نور څوک ور سره د واک شریکان شي، له دې امله يې جنګونه وکړل او په زور يې واک ته ځان ورساوه.
دواړو په خپلو دورو کې هیواد په سیاسي او اقتصادي لحاظ انزوا ته ټیل واهه، هغه وخت یوازې شوروي اتحاد له هېواد سره مرستې کولې او اوس يې یوازې امریکا کوي.
دواړو ډلو د خپلو ناسمو پالیسو او غلطو تګلارو له امله وطن او ملت دواړه پر ګونډو کړل، خپل ځانونه يې نه یوازې په لنډه موده کې خوږ کړل؛ بلکې تاریخ ته يې بدنام هم کړل.
له بده مرغه چې زموږ د هېواد په سیاست کې یو بد سنت دا رامنځته شو چې د ټول هېواد او ملت په کچه پرېکړې پر واک ناسته یوه وړه ډله کوي، خو د همدې فیصلو زیان بیا ټول ملت او وطن ته رسېږي. خلقیانو او پرچمیانو هم په خپلو ناسمو پرېکړو سره دواړه برباد کړل او افراطیانو درې واره همداسې وکړل. تر اوسه يې هم سر خلاص نه شو چې زموږ د پرېکړو په نتیجه کې ملت او وطن دواړه تباه وي، خو بیا هم پر خپل سر يې زور دی او اوس يې هم هغه پرېکړې کړې دي چې وطن او ملت دواړه يې په زیانمن کړي دي.