د بلخ ځيني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې بېوزلۍ او بېکارۍ په ښوونځيو کې د زدهکوونکو پر شمېر ناوړه اغېز کړی دی. د هغوی په خبره، په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د لسګونو ټولنیزو ننګونو سربېره، بېوزلۍ او بېروزګارۍ خلک په تنګ کړي او په وینا یې، دې حالت پر ښوونځيو هم ناوړه اغېز کړی دی. په بلخ کې د ځينو زدهکوونکو کورنۍ وايي چې د پرلپسې بېکارۍ له امله یې اولادونه له ښوونځيو پاتې شوې دي.
شریف (مستعار نوم) په بلخ کې یو زدهکوونکی دی. نوموړی وايي چې د تېر پرتله په ښوونځيو کې د زدهکوونکو شمېر کم شوی دی. هغه زیاتوي چې په ټولګیو کې د زدهکوونکو کمرنګه شمېر له ورایه ښکاري. د دغه زدهکوونکي په خبره، په کومو ټولګیو کې چې پخوا ۵۰ زدهکوونکو درس وایه، اوس پکې ۲۰ یا ۲۵ کسان دي.
سلیمان د مزارشریف اوسېدونکی دی. نوموړی چې له زدهکړو پاتې دی، وايي چې د ښوونځي یې یو کال پاتې دی؛ خو د بېکارۍ او بېوزلۍ له کبله یې پرېښی دی.
له ښوونځي پاتې دا زدهکوونکی وايي: «په لسم ټولګي کې وم چې اقتصادي حالت مو مخ په خرابېدو شو. پلار مې وزګار شو او اړ شو چې ورو ورو د کور وسایل وپلورو. یو کال مو د ډېرو ستونزو په ګاللو تېر کړ؛ سږ کال مې ونه شوای کړای دوام ورکړم. اوس اړ یم له پلار سره مرسته وکړم، ځکه کومه دنده نه لري او سپین ږیری شوی دی. باید لاسنیوی یې وکړم. دا د دې لامل شو چې ښوونځی په وروستي کال کې پرېږدم. که څه هم سخته ده، چاره نه شته. کوم ځوان غواړي چې خپل درس او تعلیم نیمګړی پرېږدي؟ د ژوند ستونزې دې اړ کوي چې سختې پرېکړې وکړې.»
سلیمان زیاتوي: «که رښتیا راباندې وايې خوښېږي مې چې ښوونځی او پوهنتون ووایم، اوس راتلونکی تېاره ښکاري. که دوه یا درې کاله وروسته حالت ښه شو، ښايي وکړای شم خپل نیمګړي درسونه بشپړ کړم، که نه نو د تل لپاره به له زدهکړو پاتې یم.»
د کاري بوختیاوو کمی د دې لامل شوی چې ځينې کورنۍ له لوږې څخه د ژغورنې په موخه خپل اولادونه له زدهکړو محروم او کار کولو ته یې اړ کړي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی خېرمحمد وايي چې خپل ۱۱ کلن او ۱۳ کلن زامن یې له ښوونځي محروم کړي او یوې مړۍ ډوډۍ پسې یې لېږلي دي. نوموړی زیاتوي چې خپله ورځ مزدوري کوي او د بېکارۍ له کبله یې زامن له زدهکړو پاتې دي.
خېرمحمد زیاتوي: «یو زوی مې اووم او بل پنځم ټولګي کې و. له یوې خوا مو اقتصادي حالت ښه نه دی او بل پلوه کار روزګار نه شته. مخکې ما کار کاوه، یوه ګوله ډوډۍ پېدا کېده؛ خو اوس کار نه شته. سږکال مې زامنو ته وویل ښوونځي ته مه ځئ که نه نو وږي پاتې کېږو. اوس دواړه د پیرکیو پخولو په یو دوکان کې کار کوي. هر یوه ته د میاشتې درې زره افغانۍ ورکوي.»
د بلخ دا اوسېدونکی وايي: «ټول غواړي اولادونه یې درس ووایي او یو څه ترې جوړ شي. څه وکړو چاره نه شته. اوس یوازې یو څه دیني کتابونه وايي، هر سهار کور ته نږدې جومات ته ځي او بیا کارځای ته روانېږي. خپله سواد نه لرم، ډېرې سختۍ مې ګاللي او پوهېږم چې له درس ویلو سره مې اولادونه ښه ژوند لرلی شي. هیله لرم چې کاروبار ښه شي او بېرته یې ښوونځي ته ولېږم.»
د یادونې ده چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې بېکاري په ډېرېدو وه او طالبانو له پرلپسې ژمنو سره نه دي توانېدلي چې خلکو ته اړینې کاري بوختیاوې برابرې کړي. دمګړۍ ځينو کورنیو د بېوزلۍ او بېروزګارۍ له کبله خپل ماشومان ښوونځي ته له تګه محروم کړي دي.





