لغمان کې ځايي کروندګر شکایت کوي چې له یوه لوري یې سږ کال فصلونه خراب دي او له بل لوري د طالبانو د عشر او زکات ډله ترې په زور عشر او زکات اخلي.
کروندګر وايي، طالبان ترې لسمه برخه غنم اخلي، چې دا کار ورته ملا ماتوونکی دی. د دوی په خبره که څوک طالبانو ته د غنمو له ورکولو ډډه وکړي؛ د ټوپک په ګوزارونو ترې عشر او زکات اخلي.
کروندګر زیاتوي، چې د مرستندویه ادارو له لوري د دوی په نوم راغلې مرستې هم حیف و میل کېږي. خو د فصل د را ټولولو پرمهال طالبان ورته راځي او په زور ترې غله دانه اخلي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله چې په خپله شپږ جریبه ځمکه یې غنم کرلي وو، وايي د فصل د را ټولولو پرمهال ورته د طالبانو د عشر او زکات ډله ورغلې او په زور یې ترې غنم اخېستي دي.
دی وايي، طالبانو ترې د لسو منو پر سر یو من غنم اخېستي، چې د هغه له توان پورته وو او همدا وه، چې د عشر د ورکړې مخالفت یې کړی؛ خو د طالبانو د عشر او زکات ډلې د ټوپک په کنداغونو وهلی ډبولی او په زور یې ترې غنم وړي دي.
نوموړی له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زما شپږ جریبه ځمکه ده، بل هېڅ کار نه لرم، یوازې دهقاني کوم، اوس چې مې فصل ټول کړ، تهرېشر مې وکړ، له ولسوالۍ را پسې طالبان راغلل، چې غنم راکړه، ما ورته وویل چې فصل مې خراب دی، څه شی درکړم، ویل یې د لسو منو پر سر یو من غنم راکړه، ما نه ورکول، مخالفت مې وکړ؛ خو بیا یې د ټوپک په کنداغ او کوتک ووهلم او پنځه بوجۍ غنم یې رانه واخېستل.»
کروندګر وايي، نه یوازې دا چې طالبان ترې په زور عشر او زکات اخلي؛ بلکې له فصلونو وړاندې د دوی په نوم راغلې مرستې هم کروندګرو ته نه رسېږي او طالبان یې هغوی ته ورکوي، چې د دغې ډلې له سیمه ییزو مسوولینو سره ملګرتیا او اړیکې ولري.
د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې کروندګر حبیب الرحمن وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د مرستندویه ادارو مرستې نه دي ترلاسه کړي؛ خو د فصل د ټولولو پرمهال ترې طالبان په زور برخه اخلي، چې دوی یې د پرې کولو توان نه لري.
نوموړي له ۸ صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: « پخواني حکومت کې ښه وو، کله کله به راته سره او تخمونه رسېدل؛ خو دا درېیم کال په پوره کېدو دی، چې ما دانه سره او تخم نه دی لیدلی؛ موږ سره مرستې نه کېږي؛ خو له موږه عشر اخلي او بیا برخه هم ډېره غواړي، چې زمونږ په وس کې هم نشته.»
کروندګر وايي، سږ کال یې د بې وخته ورښتونو، سېلابونو او نورو آفتونو له امله یې فصلونه خراب وو او له سخت مالي زیان سره مخ دي.
کروندګر وايي، که طالبان ورسره مرسته نه شي کولای له دوی دې د عشر او زکات په نوم له باج اخېستو هم ډډه وکړي.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی غیرت خان له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: « یو طرف ته مو سږ کال فصلونه خراب دي، بارانونه ډېر وشول، سیلابونه راغلل، هر څه یې راته خراب کړل، غنمو او سبزیجاتو مرضونه وکړل او بل طرف بیا طالبان رانه عشر او زکات هم اخلي؛ مرسته خو یې نشته، که مرسته نه شي کولای حد اقل په موږ خو دې ځان نه تاوانوي، مونږ ته یې څه کړي، چې له مونږه عشر او زکات اخلي.»
موږ هڅه وکړه، چې لغمان کې د ځايي کروندګرو د شکایتونو او ستونزو په تړاو په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست نظر هم ترلاسه کړو؛ خو له پرلپسې هڅو سره سره، د هغوی پر نظر اخیستو بریالي نه شوو.
سږ کال د لغمان په مرکز مهترلام او پنځه ګونو ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله په سلګونه جریبه ځمکه، ولاړ فصلونه او د مېوو بڼونه تخریب او له منځه تللي او کروندګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.