په پارېس کې د امریکا او اسرائیل استخباراتي مشرانو او د قطر لومړي وزیر ترمنځ له لیدنې وروسته، اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د تلابیب او حماس ترمنځ نامستقیم مذاکرات به روانه اوونۍ د سیمې په یو هېواد کې بیا پیل شي.
د موساد مشر ډیوېډ برنیا په پارېس کې د سيایاې له مشر ویلیم برنز او د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره تر خبرواترو وروسته شنبه د مې پر ۲۵مه اسرائیل ته ستون شوی دی.
دوو باخبره امریکايي سرچینو سيبياېس نیوز ته ویلي چې د پارېس په اړیکو کې پرمختګ شوی او امریکا به د مذاکراتو په نوي پړاو کې برخه ولري.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دې دمخه ویلي و چې د ده دولت په یوې داسې ډیپلوماسۍ کار کوي څو سملاسي اوربند رامنځته او برمته شوي کسان خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
سپینې ماڼۍ همداراز ویلي چې بایډن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سیسي سره د برمته شویو خوشې کولو او په غزه کې د سملاسي او دوامداره اوربند د ټینګښت لپاره د «نويو ابتکاراتو» په هکله رایه ورکړې ده.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د موساد او سيایاې مشرانو او د قطر لومړي وزیر د پارېس په مذاکراتو کې هوکړه کړې چې د خبرواترو نوی پړاو به د نویو وړاندیزونو پر بنسټ وي چې د مصر او قطر له لوري وړاندې کېږي.
همداراز هوکړې شوې چې د «امریکا په فعال ګډون سره» او د هغه وړاندیز په هکله به هم بحث کېږي چې اسرائیل پرې تېره میاشت هوکړه کړې وه.
د مصر، قطر او امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرواترو مخکینی پړاو دوه اوونۍ وړاندې په قاهره کې ترسره شو، خو وروسته له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې.