نژدې پنځه میاشتې کېږي، نړیوالې ټولنې له افغانستانه خپل ملاتړ ځنډولی یا یې تر ټولو ټيټې کچې ته راښکته کړی دی. تر دې وړاندې زیاتو افغانانو د نړیوال بانک د یوه پروګرام پر اساس روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لاره او په دې برخه کې نژدې ۷۵ سلنه بودیجه د نړیوالو له خوا تامینېدله. له نړیوالو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون او له هغوی د نړیوالو نه ملاتړ د افغانانو پر ژوند ناوړه سیوری غوړولی او په دې سره د هېواد روغتیايي برخه هم زیانمنه شوې ده. افغانان چې دمګړۍ لویه سلنه یې له فقر سره لاس و ګرېوان دي او یوازې نژدې پنځه سلنه یې د خوړو امنیت لري، له روغتیايي خدمتونو هم ورځ تر بلې محرومېږي. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له سختې لوږې سره مخامخ شي. له شک پرته چې لوږه د ماشومانو پر خوارځواکۍ مستقیم اغېز لري. اندېښنې دا هم دي، چې په روان میلادي کال کې ښايي له هرو دوو ماشومانو یو هغه يې په خوارځواکۍ اخته شي. د لوږې تر څنګ، د وړیا روغتیايي دولتي خدماتو کمزوري کېدل پر دغو ستونزو یوه بله هغه ورزیاتېږي.
دمګړۍ هم په هېواد کې روغتیايي مرکزونه په ښه توګه خدمات نه شي وړاندې کولی. د راپورنو له مخې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، چې د افغانستان د ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو شونتیا شته. دا اندېښنې په داسې وخت کې راپورته کېږي؛ چې دولتي روغتونونه د طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي. میاشت نیمه مخکې ان په مرکز کابل کې د یوه روغتون کارکوونکو د پخلي لپاره د روغتون د انګړ ونې وهلې، په دې دلیل چې د خوړو د پخولو لپاره سونتونکي نه وررسېدل. دا ستونزه یوازې په پلازمېنه کې نه؛ بلکې ولایتونه هم له ورته ستونزو سره مخ دي. ملت له څو اړخونو لویو ستونزو چاپېره کړی دی: لوږه، وزګارتیا، د توکو د بیو لوړوالی او اوس اوس د روغتیايي خدمتونو ستونزې هم ځان ورسره یوځای کړی. دغه ټول موارد بحران د سونامي انګازې غږوي.
د طالبانو سرپرست حکومت بیا د ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو اندېښنې رد کړې دي. د طالبانو د سرپرست حکومت په عامې روغتیا وزارت کې د خدماتو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر د ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبره شخصي نظر بللی دی؛ خو منلې يې ده، چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.. هغه ویلي، چې په تېر حکومت کې نژدې ۸۰ سلنه روغتیايي خدمات په بهرنیو مرستو پورې تړلي وو. په داسې حال کې چې نړیوالو له افغانستان سره مرستې هم په ټپه درولې دي، په روغتیايي برخه کې پر ستونزو سترګې نه شي پټېدای. بل پلو دا وزارت وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې يې څه کم څلور سوه زرو هغو ماشومانو ته چې له خوارځواکۍ سره مخ و، روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
افغانستان یوه لوی بحران کې نښتی دی. له اقتصادي وضعیته نیولې بیا تر امنیتي او روغتیايي وضعیت پورې. د دې تر څنګ طالبان باید د کرونا څلورمه څپه هم هېره نه کړي. سره له دې چې اوس اوس د کرونا نوم ډېر کم اخیستل کېږي؛ خو دلیل يې دا دی، چې دا ملت په نورو ستونزو کې دومره ډوب دی، چې کرونا ورته څنګزنه مساله ښکارېږي. که کرونا او بیا د کرونا اومیکرون بڼه په داسې ترینګلي وضعیت کې پر افغانستان خپره شي، ملت او په تېره بیا د طالبانو له سرپرست حکومت به له سخت حالت سره مخ کړي. د کرونا اومیکرون بڼه تر ګاونډیو هېوادونو رارسېدلې ده، نژدې په پاکستان ګاونډ هېواد کې د کرونا پېښې درې برابره زیاتې شوې دي. اوس طالبانو ته پکار ده، چې په روغتیايي برخه کې د نړیوالو د مرستو جلبولو ته زمینه برابره کړي او تر ټولو ترینګلي شرایطو ته ځان چمتو کړای شي. که د طالبانو سرپرست حکومت د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې کوټلي او موثر ګامونه وانخلي، لرې نه ده، چې په لویو ښارونو کې د هوا د ککړتیا، موسمي نارغیو او کرونا اومیکرون بڼې د خپرېدو له وېرې به، طالبانو سرپرست حکومت او ملت لارورکی کړی.