۸صبح، پکتیا: په پکتیا او خوست کې ولسي سرچینې وايي چې کرښې ته څېرمه سیمو کې د پاکستاني او طالب پوځیانو ترمنځ نښتې درېدلې دي.
سرچینو شنبه د غويي پر ۲۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دمګړۍ دا نښتې د کرښې دواړو غاړو قبایلي مشرانو په منځګړیتوب درېدلې دي.
د سرچینو په وینا، دمګړۍ پاکستاني او طالب پولهساتي د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ په «خرلاچي» سیمه کې پر خبرو اترو بوخت دي.
سرچینې ټينګار کوي چې له پرون غرمې راهیسې نښتې درېدلي؛ خو طالب او پاکستاني پولهساتي ګوته په ماشه دي او په سیمه کې پوځي حالت دی.
د یادونې ده چې پکتیا او خوست کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو پنځو څو ورځو راهیسې په وقفهيي نښتو کې دواړو خواو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د راپورونو په حواله، په دې نښتو کې پنځه ملکیان او درې طالبان وژل شوي او ۱۲ ملکیان او اته طالبان ټپيان شوي دي. پاکستاني لوري ته هم د مرګژوبله اوښتو راپورونه ورکړل شوي.
د دې نښتو په پاېله کې لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي او څو کورونه، یو ښوونځی او جومات ویجاړ شوی دی.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، دا نښتې له هغې وروسته پېل شوې چې پاکستاني پولهساتو ځواکونو غوښتل د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند په سپینه شګه سیمه کې پر ډیورنډ کرښې د یوې مخکینۍ فرعي لارې د څارلو لپاره امنیتي کمرې ولګوي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې ده.





