فطرت: تېره ورځ څه باندې ۶۰۰ کسان په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي
۸صبح، کابل: طالبانو ویلي، پرون ۱۴۳ کورنۍ چې ۶۳۹ کسان کېږي، پر بېلابېلو لارو راستنې شوې دي. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه خبر ورکړی چې د نیمروز له لارې ۹۸ کورنۍ افغانستان ته راغلې دي. د خبرپاڼې له مخې، ۲۸ کورنۍ د تورخم له لارې، شپږ کورنۍ د سپینبولدک او ۱۱ نورې د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ (FAO) هم ویلي چې د روان کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستانه څه باندې ۱.۲ میلیونه افغانان راستانه شوي دي. فایو ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدو پر زیانمنونکو ټولنو فشار زیات کړی دی.
کنت راث: له فرانسې د افغانانو جبري ستنول د شکنجې او ځورونې ګواښ لوړوي
۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار سازمان مخکېني اجرايي مشر کنت راث وايي چې افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول، هغوی د شکنجې او ځورونې له ګواښ سره مخ کوي. راث چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې فرانسې له طالبانو سره د افغانانو د ستنولو لپاره «تخنیکي» خبرې پیل کړې دي. نوموړي دا تګلاره خطرناکه بللې او خبرداری یې ورکړی چې ښايي د افغانانو جبري ستنول د هغوی امنیت او بنسټيزو حقونو جدي پایلې ولري. راث ټينګار کړی چې دا تګلاره د بشري حقونو په برخه کې د فرانسې له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو په څار سازمان کې د افغانستان برخې څېړونکې فرشتې...
فطرت: څه باندې۱۰۰کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
۸صبح، کابل: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې پرون ۱۶۲ کورنۍ چې ۶۹۸ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي. فطرت چهارشنبه، د تلې پر۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۲۹ کورنۍ چې ۱۴۴ کسان کېږي، د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، ۱۹ کورنۍ چې ۸۹ کسان کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۹۶ کورنۍ چې ۴۰۸ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راغلې دي. دغه راز، ۱۸ کورنۍ، چې ۵۷ کسان کېږي، د نیمروز د اسلامکلا له لارې هم هېواد ته راستنې شوې دي.
قرغیزستان د افغانستان او افریقا د کډوالو په اړه د اروپا وړاندیز رد کړ
۸صبح، کابل: د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر جینبیک کولوبایف ویلي چې دغه هېواد د یوه اروپايي هېواد هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې، د قرغیزستان د وګړو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په بدل کې به د افغانستان او افریقا کډوال ومني. د قرغیزستان رسنیو د سه شنبه د تلې پر ۲۱مه، راپور ورکړی چې کولوبایف دا موضوع د دغه هېواد د پارلمان د نړیوالو اړیکو، دفاع، امنیت او کډوالۍ چارو د کمېټې په غونډه کې بیان کړې ده. هغه زیاته کړې چې د کارموندنې په برخه کې د هوکړې لپاره د اروپايي هېواد وړاندیز شوي شرایط د منلو وړ نه دي او د قرغیزستان حکومت نه غواړي په دې اړه خبرې اترې وکړي. کولوبایف ټینګار کړی چې...
طالبان: په یوه ورځ کې ۶۸۱ کډوال افغانستان ته راستانه شول
۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۱۵۶ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۶۸۱ کسان کېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي. د طالبانو ویاند حمدالله فطرت سه شنبه د تلې پر ۲۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۱۴ کورنۍ چې ۶۷ کسان کېږي، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د دې خبرپاڼې له مخې، ۹ کورنۍ چې ۵۲ کسان کېږي، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د فطرت په وینا، ۱۱۱ کورنۍ چې ۴۸۸ کسان کېږي، هم د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي. دغه راز، ۲۲ کورنۍ چې ۷۴ کسان کېږي، د هرات ولایت د اسلامکلا له لارې هېواد ته راغلې دي.
څه باندې ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې ۱۴۷ افغان کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۶۲۶ کسان کېږي، پرون په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي. د طالبانو ویاند حمدالله فطرت دوشنبه د تلې پر ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۱۸ کورنۍ چې ۸۹ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي. د دې خبرپاڼې له مخې، نهه کورنۍ چې ۴۷ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته راغلې دي. د فطرت په وینا، ۱۱۱ کورنۍ چې ۴۵۸ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې دي. دغه راز، نهه کورنۍ چې ۳۲ کسان کېږي، د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي
طالبان: څه باندې ۱۰۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون ۱۰۴ کورنۍ چې ۴۴۸ تنه کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت یکشنبه د تلې پر ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۸ کورنۍ چې ۱۳۸ کسان کېږي، په ننګرهار کې د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د دغې خبرپاڼې له مخې، ۱۱ کورنۍ چې ۵۱ کسان کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلې دي. د فطرت په وینا، ۵۶ کورنۍ چې ۲۲۵ کسان پکې شامل دي، په نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې او ۹ کورنۍ چې ۳۴ کسان کېږي، په هرات کې د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
طالبان: ۶۷۸ کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه شول
۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۱۶۳ کډوالې کورنۍ چې ۶۷۸ کسان پکې شامل دي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي. د طالبانو ویاند حمدالله فطرت شنبه د تلې پر ۱۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۷ کورنۍ چې ۱۶۹ کسان پکې شامل دي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد راغلې دي. د دې خبرپاڼې له مخې، ۹۹ کورنۍ، چې ۳۸۴ کسان پکې شامل دي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي. دغه راز، ۱۹ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک له لارې او اته کورنۍ چې ۸۱ کسان پکې شامل دي، د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
جبري راستنېدل؛ پرون ۸۶۰ کسان افغانستان ته راغلي
۸صبح، کابل: د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پرون ۲۰۲ افغانې کورنۍ چې ۸۶۰ کسان کېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته اړول شوې دي. فطرت سهشنبه د تلې پر ۱۴مه خبر ورکړی ۱۲۵ کورنۍ چې ۵۲۵ کسان کېږي، د نیمروز له لارې راغلې دي. د نوموړي په خبره، ۴۴ کورنۍ د تورخم، اته د سپین بولدک او ۲۵ نورې بیا د اسلامکلا له لارې راستنې شوې دي. د کډوالو راستنېدل داسې مهال دوام لري چې د ژمي د نږدې کېدو له امله بېرته راستنېدونکې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو په ځانګړې توګه د سرپناه له نشتوالي او د لومړنیو امکاناتو له کمښت سره مخ دي. له بلې خوا، خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو، د څښاک اوبو او مناسبې سرپناه ته اړتیا هغه...
فطرت: څه باندې ۹۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي
۸صبح، کابل: د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خبر ورکړی چې پرون ۲۱۹ افغان کورنۍ چې ۹۱۷ کسان کېږي، د تورخم، ورېښمین پله، سپین بولدک او اسلام کلا له لارو راغلې دي. فطرت شنبه د تلې پر ۱۱مه ویلي چې ۵۸ کورنۍ چې ۲۶۳ کسان کېږي، د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي. د نوموړي په خبره، ۱۲۴ کورنۍ چې ۵۵۵ کسان کېږي، په نیمروز کې د ورېښمین پله له لارې راغلې دي. فطرت زیاته کړې چې ۹۴ کسان بیا د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. همدارنګه ۱۸ کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي. د یادونې ده چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د راستنېدو لړۍ دوام لري.







