شننه

پر اسراییلو د ایران بریدونو ته غبرګونونه؛ د درېیمې نړیوالې جګړې او په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو اندېښنې

اسراییلو ته د ایران ځواب؛ د کړکېچ پیل که پای؟

د ایران اسلامي جمهوریت بالاخره د غچ اخیستنې پر ماشې ګوته ټینګه کړه او د اسرائیلو پر لور یې تر درې سووو زیاتې بې پيلوټه الوتکې او توغندي وروشړل. شنونکو د ایران له لوري پرغچ اخیستونکي برید شک درلود، خو دا  خبره د ډېرو لپاره د اټکل وړ نه وه چې د ټیټ لګښتو انتخابونو پرځای لوړ لګښته انتخاب وکاروي....

پر مدرسو د نجونو د ښوونخيو بدلول؛ د ویجاړوونکو پایلو لرونکې خطرناکه طرحه

پر مدرسو د نجونو د ښوونخيو بدلول؛ د ویجاړوونکو پایلو لرونکې خطرناکه طرحه

په دې وروستیو کې د نجونو له ښوونځيو د مدرسو جوړولو بحث ډېر ګرم شوی دی. ویل کیږي چې د جوبایډن حکومت په افغانستان کې د ټاکنو په درشل کې د یوې لاسته راوړنې  په لټه کې ده څو له دغه هیواده د ناسمو وتلو دروند بار راکم کړي او امریکايي رای ورکوونکو ته د ښودلو لپاره یوه لاسته راوړنه...

اسټرالیا خپلو وګړو ته: افغانستان ته سفر مه کوئ، ځکه هلته د ترهګریزو بریدونو ګواښ شته

یوازې طالبان نه دي ستړي شوي، دا بد خبر دی

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، تر بل هر وخت د دې هېواد د وګړو د ژوند په ټولو اړخونو کې د ستړيا او بې وسۍ نښې په ښکاره توګه لیدل کېدای شي. هرڅوک ستړي او ستومانه دي او وضعیت په داسې ډول پر مخ روان دی چې فکر کوې  په ژوند کې دې هرڅه له بندون سره مخ...

طالبان او د نجونو پر زده‌کړو معامله

په تېرو دوه نیمو کلونو کې له طالبانو د نړۍ تر ټولو جدي غوښتنه د نجونو پر مخ د ښوونځیو بیا پرانېستل وو، خو دغې ډلې په دې برخه کې ان کوچنی ګام هم نه دی پورته کړی. د طالبانو امارت ان په هماغه لومړي سر کې اعلان وکړ، چې د ښوونځیو د بیا پرانېستلو لپاره په اصطلاح د مطلوبو...

د وژنو دوام؛ په هرات کې یو تنکی ځوان وژل شوی

د طالبانو ماتې کلیشې – دویمه برخه

له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې طالبانو ځینې کلیشې رامنځته کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي. دا کلیشې  په افغانستان کې د ډېرو عامو خلکو د منلو وړ ګرځېدلې وې. دا نسبي منل تر ډېره په دې دلیل وو چې خلکو ته فلټر شوي معلومات ورکول کېدل. په دې دلیل چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې ازادې...

پاکستاني طالبان: له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو

پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې او مذاکرې پر دوه لارې

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) لا هم د پاکستان حکومت ته یوه جدي ننګونه ګڼل کیږي او داسې نه ښکاري چې ژر به له مخې لېرې کړای شي. د ټي ټي پي د پایښت یو اغېزناک عامل دا دی چې په افغانستان کې مرکز او پناه ځای لري او د طالبانو له خوا یې ښه ملاتړ کیږي. په دې وروستیو...

ملګري ملتونه: پاکستان او افغانستان کې د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره څه باندې ۵۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ؛ د پاکستاني حکومت یو بل خبرداری

پاکستان د روانې اپریل میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته بیا کډوالو ته خبر ور کړی دی چې که هېواد ته ستانه نه شي، نو په زور به يې د ایستلو لپاره اقدام وشي. په ټولنیزو رسنيو کې خپرې شوې ويډیوګانې ښيي چې بازارونو کې د موټر په وسیله خلکو ته د ستنېدو اعلانونه کېږي. دې خبرداري ته ملګرو ملتونو او...

له ستړو خلکو تر ناچارو نړیوالو بنسټونو

د طالبانو ماتې کلیشې – لومړۍ برخه

له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې طالبانو ځینې کلیشې رامنځته کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي. دا کلیشې  په افغانستان کې د ډېرو عامو خلکو د منلو وړ ګرځېدلې وې. دا نسبي منل تر ډېره په دې دلیل وو چې خلکو ته فلټر شوي معلومات ورکول کېدل. په دې دلیل چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې ازادې...

ملا هبت‌الله د خلکو سترګو ته خاورې شیندي

د طالبانو مشر ملا هبت الله د کوچني اختر په مناسبت اختریز پیغام خپور کړی دی. هغه دا ځل هڅه کړې چې د هغو پخوانیو پیغامونو اپوټه چې نړۍ ته یې داړې ښودې او غاښونه چیچل او د جګړې او شهادت خبرې یې کولې، پر خپلو ژمنو د طالبانو د درېدو او د نړۍ له هېوادونو سره د باورجوړونې خبره...

دا ټول سیاسي  بهیرونه د کوم درد درملنه کوي؟

ګوند، ائتلاف او خوځښت؛ په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې

د سیاسي ګوند، ائتلاف (جبهې) او جنبش- هر یوه جوړول په ټولنیزو فعالیتونو کې د برخې اخیستلو او د مطلوبو اصلاحي بدلونونو د رامنځته کولو په خاطر وي. د ټولنیزو، سیاسي اقتصادي، امنیتي، کلتوري او نورو بدلونونو په بهیر کې دا په پام کې نیول کیږي چې په موجودو ځانګړو حالاتو او مشخصه تاریخي شیبه کې د سیاسي ګوند، ائتلاف...