د پاکستان پولیسو ویلي چې په دغه هېواد کې پر جاپانيانو ځانمرګی برید شوی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا برید جمعه د اپرېل پر ۱۹مه د کراچۍ ښار په مرتضا چارنګي سیمه کې شوی دی.
د راپور پر بنسټ، جاپانيانو ته زيان نه دى رسېدلی؛ خو د هغوی شخصي ساتونکى بیا ټپي شوى دى.
پولیس وايي چې د دغه برید په پایله دوه بریدګر وژل شوي دي.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) هم زیاته کړې چې جاپانيان د خپلو دوو امنیتي ساتونکو سره په یو موټر کې له استوګنځي څخه د حرکت په حال کې وو چې پر موټرسایکل سپور بریدګر د هغوی له موټر سره ځان جنګولی دی.
د پولیسو په خبره، یو بل ځانمرګی بریدګر چې د اصلي بریدګر ملاتړ یې کاوه د دوی له خوا تر ډزو وروسته وژل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
پر جاپانيانو دا بريد په داسې حال کې شوی چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د خيبرپښتونخوا ايالت په قراقورم دروازه کې په يو ځانمرګي بريد کې پنځه چينايان ووژل شول.