پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې د موټر بم په برید په ترڅ کې د پنځو چینايي وګړو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
د جيونيوز د راپور پر بنسټ، دا بريد سېشنبه د مارچ پر ۲۶مه له غرمې وروسته، «شنګلا» ښار ته څېرمه شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې، بریدګرو خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د «چینايي انجینرانو» له موټر سره ټکر کړی دی.
د دې پېښې په پایله کې د چينايي انجینرانو موټرچلونکى ټپي شوى دى.
د پاکستاني پولیسو په وینا «چینايي انجینران» له اسلاماباده د «ډاسو کمپ» پر لور روان وو.
دا په پاکستان کې پر چینايي وګړو لومړی برید نه دی؛ بلکې د تېر کال د اګست په ۱۳مه هم وسلهوالو د بلوچستان ایالت په ګوادر بندر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید کړی و.