۸صبح، کابل: په هرات کې ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو تنکی ځوان په ډېر بېرحمه ډول وژل شوى دى.
دا پېښه جمعه د وري پر ۳مه د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په تورغونډۍ ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
هلک مسعود نومېده او ۱۶ کاله عمر یې لرلو.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د یاد تنکي ځوان سر له تنې جلا شوی دی.
تراوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه ده معلومه.
په هرات کې طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې جنايي پېښې په بېساري ډول زياتې شوې دي.
په تاره پېښه کې چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه دوه کسان د چړو او تبرګیو په ګوزارونو وژل شوي وو.