افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي. د دوی ترمنځ ترینګلتیا به هېڅکله د سیمې د ولسونو او دولتونو په ګټه نه وي. جګړه د هغو لپاره سوداګري او ګټه ده چې د دوی په کارخانو کې تولید شوي وسایل يې پکې مصرف شي، نه د هغه چا لپاره چې پر خاوره، ولس او فضا يې دغه غمیزه را منځته کېږي.
تر هغه وروسته چې د پاکستاني پوځ پر پوستې یوه ډلهییز برید څو پاکستاني پوځیان او یو لوړپوړی پوځي ووژل چې د جنازې مراسمو ته يې پاکستانی ولسمشر آصف علي زرداري هم ورغلی و، هغه د خپلو خبرو مهال د دې برید د غچ اخیستلو ژمنه وکړه؛ خو جوته يې نه کړه چې هدف يې څوک دي او غچ به يې له چا اخیستل کېږي، په سیمه کې حالات غیر نور مال خورا ته لاړل.
د غچ اخیستلو په دوام، بله ورځ پاکستاني جټ الوتکو په افغان خاوره کې د خوست او پکتیکا پر کلیو بمونه وغورځول، یو شمېر میرمنې او ماشومان يې ووژل او کورونه يې وران کړل. پاکستاني پوځ د یوه پاکستاني طالب قومندان د وژلو ادعا وکړه، په داسې حال کې چې د سیمې خلک د ولسي مرګ ژوبلې خبره کوي.
له دې څخه معلومه شوه چې پاکستاني ولسمشر په غیر مستقیم ډول افغانستان ته ګواښونه کول.
د دې په ځواب کې افغان طالبانو خپلو سرحدي ځواکونو ته امر وکړ چې پر پاکستاني پولهساتو ځواکونو د درنو وسلو بریدونه وکړي چې ويډیوګانې يې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې او د څو پاکستاني ملیشو او طالبانو د مرګ ژوبلې خبرونه ور سره مل وو.
د دې شخړې پر سر لا تاوده بحثونه کېدل چې یوځل بیا پر پاکستاني پوځیانو د ځمکې ښخ شوي ماین چاودنه وکړه، ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله او ور سره خوا کې بلوڅ بېلتونپالو هم پر یوه پوځي مرکز د څو ساعتونو لپاره درنه جګړه وکړه.
په ځواب کې يې پاکستان یوځل بیا له پنجابه د افغان کارډ لرونکو کډوالو پسې ایستلو ته مټې راونغښتلې چې د راتلونکې میاشتې پر ۱۵ تاریخ به دا کار شروع کوي.
ورسره جوخت يې پاکستان کې ځینې کسان له دندو ګوښه کړل چې ګومان کېږي، له افغان کډوالو کورنیو سره تړاو لري، دا خبره خپله د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف پر خپله ټویټر پاڼه کړې وه. یو بل ګام يې دا و چې د لویو موټرو پر مخ خپلې پولې وتړلې او همدارنګه يې ګواښ وکړ چې له هند سره به د افغان سوداګرۍ مخه هم ونیسي.
دا چې پر طالبانو د ټيټيپي د ملاتړ تور لګېږي، نو پاکستان هم د وسلهوالو په مقابل کې ارام نه دی ناست، پاکستان هم د طالب وسلهوالو مخالفانو ته کمک ورکوي، داعش چې له طالبانو سره يې د واک پر سر شخړه ده او واک د طالبانو له رسېدو راهیسې يې ګڼ بریدونه کړي دي او لوړپوړي طالب چارواکي يې وژلي هم دي، پر پاکستان يې د ملاتړ تور پوري کېږي.
همدا دوه ورځې دمخه د مارچ پر ۲۱مه تاریخي کندهار کې یوه ځانمرګي برید تر دېرشو زیات کسان وژلي او زخميان کړي دي. له دې څخه ښکاري چې دا په ښکاره طالبانو ته د پاکستان غیر مستقیم خبرداری دی. که د مستقیم بمبار په مقابل کې طالبان په سرحد کې پرتې پاکستانۍ پوستې په نښه کوي، نو پاکستان کولای شي له غیر مستقیمې لارې دغه کار د بل چا په مرسته ترسره کړي.
خدای مه کړه، که افغان طالبان تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته کمک ورکړي او مقابل کې يې پاکستان داعش ډله پياوړې کړي، نو په دې سیمه کې به د وینو سیندونه وبهېږي. لوی لوی استعدادونه به خپل منځي شخړو کې خاورې شي. د دواړو اسلامي ګاونډي هېوادونو زور او ځواک به پر همدې کې اوبه شي. له خورا درنو ځاني زیانونو سره به سخت مالي ناورین په دواړو هیوادونو کې رامنځته کړي؛ نو په کار نه ده چې د خبرو او ډیالوګ پر ځای یو بل ته د ماشین په شپيلکه ځواب ورکړل شي.
زما په نظر هر څوک چې د شخړې ته هوا ور کوي، هغه له دې دواړو هېوادونو او ملتونو سره دښمني کوي. جګړه د یوه هېواد هم په ګټه نه ده. پاکستان له سختو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی، که په دې حال کې له یوه ګاونډي هېواد سره پر شخړه اوړي، دا به يې نور هم پر امنیت، سیاسي ټیکاو او اقتصادي بحران ژور اغېز وکړي.
همدا ډول افغانستان هم ګڼې ستونزې لري، په سیاسي لحاظ انزوا کې واقع دی، امنیت يې تأمین نه دی، اقتصادي وضعیت يې د امریکا د متحده ایالاتو د نغدو ډالرو له میاشتنه کڅوړې سره تړلی دی، په کور دننه اوسنی حاکم نظام مشروعیت نه لري او نه بهرنۍ نړۍ د یوه مشروع دولت په سترګه ورته ګوري.
له دې پرته په کور دننه او بهر ګڼې نورې ستونزې هم لري، که دغه حالت کې له پاکستان سره وضعیت ترینګلی کړي، نو نه یوازې چې امنیتي برخه کې به له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي؛ بلکې د سوداګرۍ، ترانزيټ، کډوالو، ناروغانو او… برخه کې به هم جدي ستونزې ولري.
دواړه هېوادونه له دې سره چې مسلمان هېوادونه دي، له یوه بل سره ډېرې ستونزې هم لري، د دواړو هیوادونو له چارواکو دا تمه کېده چې دغو مشترکاتو ته په کتو به یو له بل سره ښه ګاونډیتوب ولري او د یوه بل په ګټه به تمام شي؛ خو د هیلو برخه حالات په ډرامټیکه توګه ترینګلتیا ته روان دي.
پر ټولنیزو رسنیو زموږ د هېوادوالو احساسات او جذبې د اندېښنې وړ دي، دوی فکر کوي چې موږ په همدې وضعیت کې له یو چا سره د ښکېلتیا توان لرو، له دې کبله يې پاکستان سره شخړې ته خوشالي کوي.
طالبان چې د یوې پټې معاملې له لارې واک ته رسېدلي دي، هر وخت نورو ته په ګواښ کې دا خبره تکراروي چې موږ نړۍ ماته کړې ده، تاسو به هم رانه ښه ورځ ونه وینئ. دا ترخه او له ګواښه ډکه ژبه په دغسې حالاتو کې هېڅ د کارولو نه ده. تر خیالونو دا ښه ده چې عیني شرایط درک کړای شي، یوازې په خوشي دعوو نه هېوادونه نه ماتېږي او نه لاندې کېږي، د جګړې زور هغه چا ته معلوم دی چې جګړې يې په خپل مټ کړې وي، طالبان که یوځل له خپل ګاونډي هېواد سره مخامخ یا غیر مستقیمه جګړه کې ښکېل کېږي، نو د دې مطلب به دا وي چې د خپل هېواد لومړيتوبونه ورته مهم نه دي، د خلکو تش نس ورته اهمیت نه لري، د هېواد بیا رغونه ارزښت نه لري، امنیت او سوله نه غواړي، ټول وخت شخړو ته پر تتۍ ورځي، دغه کار به زموږ د دواړو هېوادونو په چارو کې د نورو مغرضو هیوادونو لاسوهنو ته لار جوړه کړي چې زموږ په لاس د بل شوي اور د سون خاشاک به موږ یو او ګټې به يې نورو هیوادونو ته رسېږي.
زه بیا هم وایم چې دغه جګړه به زموږ د سیمې خلک بې کوره کړي، زرګونه انسانان به په کې ومري، وطن به وران کړي، فضا به خرابه کړي، ځنګلونه، باغونه او کښتونه به په کې وسوځول شي، اقتصادي او مالي زیانون به واړوي، اما مشکلات به د حل کېدا پر ځای نور پېچلي کړي، ترینګلتیا به زیاته کړي، اوس چې د حل لپاره کوم هیلې شته، دا به هم ختمې کړي او د دواړو مسلمانو ملتونو ترمنځ به کرکه و نفرت ته لار جوړه کړي چې د دې ټولې سیمې په تاوان او د هغه چا به په ګټه کوي چې همدا نن د خپلې سوداګرۍ په خاطر دې شخړې ته لمن وهي.
خدای دې وکړي چې د ټوپک د شپېلۍ پر ځای له دماغونو او ژبو کار واخیستل شي او تر هوايي خبرو ځمکني واقعیتونه درک کړای شي او د ګډو ستونزو لپاره یوه مشترکه حل لار را وایستل شي چې نه زموږ هېواد د جګړې د اور خاشاک شي او نه زموږ مسلمان ګاونډی.