۸صبح، غزني: سیمهییزې سرچینې په غزني ولایت کې د یو ۲۱ کلن ځوان په مرموز ډول د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ځوان یوه اوونۍ دمخه نادرکه شوی و او مړی یې سېشنبه د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د غزني د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د «کشک» په کلي کې موندل شوی دی.
دا ځوان حمید نومېده او مړی یې د اوبو په یوې څاه کې موندل شوی دی.
تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مرموزو او هدفي وژنو پېښې زياتې شوې دي.
یو شمېر هېوادوال طالبان په دې ډول پېښو کې پر لاس لرلو تورنوي.