۸صبح، کابل: ځايي سرچينې وايي چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې يو ځوان په مرموز ډول وژل شوى دى.
سرچينې یکشنبه د کب پر ٢٠مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا کس دوه ورځې وړاندې د شکردرې ولسوالۍ په «قلعه مرادبيګ» سيمه کې وژل شوى دى.
دا ځوان سمیر نومېده او خپل کور ته نږدې وژل شوی دی.
تراوسه د دغه ځوان د وژنې انګېزه نه ده معلومه.
طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې د طالبانو له بياځلې واک ته رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مرموزو او هدفي وژنو پېښې زياتې شوې دي.
پرون سهار د غزني ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د «بکاول» په سيمه کې د يوه بوډا سړي مړى موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوى و.