ځينو سیاسي، مدني او د ښځو اعتراضي خوځښتونو په وار وار خبرداری ورکړی چې ښايي افغانستان د نړیوالې اورپکۍ په اډه او بنسټپالنې په مرکز بدل شي. تازه ملګرو ملتونو هم منلې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بېثباتۍ او نړۍ ته د اورپکۍ صادرېدو سرچینه ده. د یوناما مشرې د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ټينګار کړی چې افغانستان د نږدې ۸۵ سلنې تریاکو د تولید سرچینه او میلیونونو کډوالو هېواد دی. بلخوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوناما مشرې دغو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلې او هغه یې بېبنسټه تورونه بللي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وه. په دې غونډه کې د دغې شورا دایمي او غیردایمي غړو برخه اخیستې وه. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست هم وینا کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په خپله وینا کې افغانستان نړۍ ته د ګواښ، اورپکۍ او د هغې صادرېدو احتمالي سرچینه بللی دی. نوموړې ټينګار کړی چې افغانستان د نړۍ لپاره یوه ننګونه ده.
د یوناما مشرې زیاته کړې: «افغانستان د بېثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه، د نږدې ۸۵ سلنې تریاکو د تولید سرچینه او میلیونونو کډوالو خاوره ده.» نوموړې په خپله وینا کې د طالبانو له لوري د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو حقونو پر نه درناوي هم نیوکه کړې او پر ښځو د ټولو لګول شویو محدودونکو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. د هغې په خبره، دمګړۍ ښځې په ټولنه کې له تګ راتګه وېره لري.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د افغانستان وضعیت په اړه امنیت شورا ته خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړی و چې پر بنسټ یې، د تېر کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د تېرې جنورۍ میاشتې تر لسمې، د تېر کال د همدې مودې پرتله ۳۸ سلنه امنیتي پېښې ډېرې شوې دي. نوموړي په دې راپور کې د ازادۍ جبهې د چریکي فعالیتونو یادونه کړې چې د تېرو درېیو میاشتو په درشل کې یې پر ښارونو ۲۴ بریدونه کړي او یوناما هم د دې ټولو بریدونو پخلی کړی دی.
د ګوتېرېش په راپور کې راغلي چې طالبانو هڅه کړې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګرونه پیاوړي کړي؛ خو د حکومتولۍ په بنسټیزو مسالو کې له زیاتېدونکي داخلي اختلافاتو سره مخ دي. په راپور کې ټينګار شوی چې طالبان په ملي او سیمهییزه کچه د تصمیم نیوونکو ادارو ټولګډوني کولو کې کوم پرمختګ نه دی کړی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره، د ښځو حقونه ډیر محدود شوي او په وینا یې، د افغانستان نږدې نيمايي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم په دې غونډه کې وینا کړې ده. د نوموړي په خبره، افغانان له طالبانو سره د هېوادونو اړیکو عادي کېدو ته اندېښمن دي. د هغه په ټکو، له طالبانو سره د نړۍ تعامل بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو د خوندیتوب په برخه کې د دغې ډلې له کړنو سره مشروط وي.
فایق ټینګار کړی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسیتي اپارتاید د پلي کولو له امله دې دغې ډلې ته کوم امتیاز نه ورکول کېږي. د هغه په باور، په افغانستان کې له ملي خبرو اترو وروسته يو ټول شمولې سياسي نظام، په دغه هېواد کې سوله او ثبات ټينګولای شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، په افغانستان کې د وضعیت ناوړه کېدا ته هم اشاره کړې او په دې برخه کې یې د امنیت شورا له غړو هېوادونو د همغږي غوښتنه وکړه. نوموړي ویلي چې طالبان د افغانستان کشالې یوازې یو اړخ دی او په خبره یې، ملګري ملتونه باید په خپلو راتلونکو غونډو کې نور اړخونو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.
ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ مشر اکرم منیر له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې له طالبانو وغواړي څو د پاکستاني طالبانو له تحریک سره اړیکې پرې کړي. اکرم منیر له طالبانو غوښتنه کړې چې د ګاونډیو هېوادونو ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا ونه ګواښي.
نوموړي په خپله وینا کې ویلي: «ملګري ملتونه دې څېړنه وکړي چې څنګه د پاکستاني طالبانو تحریک پرمختللو پوځي وسلو ته لاسرسی موندلی دی او د دغې ډلې مالي سرچینې دې چې له ۵۰ زرو جنګیالو ملاتړ کوي، وپېژندل شي.»
ورته مهال، طالبانو بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستي راپور او د یوناما مشرې وروستیو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې ویناپاڼې په خپرولو، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو راپور «بې ځایه تورونه» بللي دي.
طالبانو داسې مهال د نړۍ او سیمې پر وړاندې له افغانستانه امنیتي ګواښونه بېځایه بولي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي و چې طالبان له القاعده سره نږدې اړیکې پالي. د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې القاعدې په افغانستان کې اته نوي روزنځايونه جوړ کړي او په خبره یې، د وسلو یوه ډيپو هم لري.
ورته مهال، د ټولییز امنیت سازمان په روان لمریز کال کې په خپلو بېلابېلو ناستو کې د «تریاکو، کوکاینو، چرسو، مصنوعي نشهیي توکو او کیمیاوي موادو په ګډون د مخدره توکو د قاچاق» او په افغانستان کې د اورپکۍ ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې خپل دریځونه پیاوړي کوي.
دا اندېښنې داسې مهال راغلې دي چې طالبانو په وار وار د سراسري امنیت ټينګښت او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې ادعا کړې ده. په داسې حال کې چې د امنیت شورا د راپور په حواله، طالبان د القاعده، پاکستاني طالبانو تحریک، ختیځ ترکستان خوځښت او نورو سیمهییزو ترهګرو ډلو مشرانو کوربانه دي.
تازه رسنیو د افغانستان د معاصرو مطالعاتو مرکز د مشر په حواله راپور ورکړی چې داعش په کابل کې د روسیې په سفارت کې د چاودنې هوډ درلود. نوموړي د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې په کابل کې د روسیې سفارت کارکوونکو د سفارت په دروازه کې یو بم کشف او وروسته یې طالبانو ته خبر ورکړی دی.