۸صبح، کابل: د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا، د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو څانګو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې وایي چې طالبانو په دا ډول سیاستونو سره هېواد منزوی کړی دی.
دغې شورا د پنجشنبې په شپه (وري ۱۷)، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو بندیز په کلکه وغانده.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو تګلاره له شرعي نصوصو، د ملګرو ملتونو له منشور او د افغانانو له اساسي حقونو سره په ټکر کې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د خلکو د بدبختي، درد او کړاو بنسټ، د طالبانو د ناروا او ظالمانه واکمنۍ له امله ده، چې د نړیوالو او سیمه ییزو توطئو او د تېر حکومت د مشرانو د خیانت له امله، پر افغانستان تپل شوې، او دا واکمني، د آزادۍ او د خلکو د بنسټیزو حقونو څخه د محرومیت لامل شوی ده.»
د دې شورا په باور، ملګري ملتونه له څه باندې یو نیم کال راهیسې، د طالبانو کړنو پر وړاندې منفعلانه دریځ درلود اود داسې ډلې د اونیز تمویل څارونکې وه، چې افغانستان او خلک یې د خپلو جیو پولیټیکي حامیانو د ګټو پر بنسټ، یرغمل کړی دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا له ملګرو ملتونو او د هغې له اړوندو بنسټونو وغوښتل چې له غیر فعال حالته راووځي، پر هغو هېوادونو چې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې لپاره د یوه میکانیزم له جوړولو سره مخالفت کوي، لازم فشار راوړي او د حل لاره ورته پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په پای کې، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او تېره اوونۍ یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.