دایکندي کې ځايي طالب چارواکي وايي، محاکمو د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې فعالیت پیل کړی دی.
دایکندي کې د طالبانو د سرپرست حکومت د استیناف محکمې رییس عبدالکریم محمدي وویل، تر دې وروسته به د خلکو دعواوو ته په اصولي توګه رسېدنه کېږي. محمدي زیاته کړه، له دې وروسته به قاضیان په مرکز او ولسوالیو کې پر جزايي، حقوقي او مدني قضیو پرېکړه کوي. نوموړي ټينګار وکړ، ټولې قضیې به د محکمو له لارې ارزول کېږي او په هېڅ صورت به د چا حق نه خوړل کېږي.
د استیناف محکمې رییس وویل، هغوی اسلامي شریعت او عدالت ټينګښت ته ژمن دي او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې د خلکو پر حقونو تېری وکړي. نوموړي ټينګار وکړ، له عدلي او قضايي ادارو پرته بله هېڅ پوځي او ملکي اداره حق نه لري، چې د خلکو پر دعواوو په خپلسرې توګه پرېکړه وکړي.
محمدي د طالبانو د سرپرست حکومت د مشر ټولبښنې ته په اشارې وویل، هېڅوک یا پوځي چارواکی حق نه لري، خلک وپلټي، سپک یې کړي یا له هغوی د پیسو او وسلې غوښتنه وکړي.
دایکندي کې د طالبانو د سرپرست حکومت د والي ویاند قاري الهام وویل، ځايي اداره د عدالت ټيګښت ته ژمنه ده او د عدلي او قضايي ادارو له بیاپرانیستلو سره به عدالت ته د خلکو لاسرسی ښه شي. نوموړي زیاته کړه، له دې وروسته هېڅ ولسوال، د ولسوالیو امنیه قوماندانان او د حوزو آمران حق نه لري، خلک ونیسي او د هغوی د دعوا په هکله په خپلسرې توګه پرېکړه کړي. هغوی اړ دي، دعواوې محکمو ته ولېږي.
ورته مهال دایکندي کې د طالبانو د سرپرست حکومت د والي له مطبوعاتي دفتره یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چهارشنبې پر ورځ یې د دغه ولایت له زندانه ۱۳ بندیان خوشې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې دا بندیان د بېلابېلو حقوقي او جزايي دعواوو له کبله بندیان شوي و او تر ارزونې وروسته محکمو د هغوی د بیګناهۍ رایه ورکړه. خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې وروسته هېڅ اداره د خلکو د بندي کولو اجازه نه لري او تورن به د محکمې له حکم وروسته بندي یا خوشې کېږي.
له بلې خوا بامیان کې د طالبانو سرپرست حکومت والي د علماوو شورا او ولسي کمېسیون له غړو سره په ناسته کې د اهل تشیع محکمو له جوړېدو خبر ورکړی دی. دا ناسته سهشنبه د جدي پر ۲۱ شوې. د بامیان د علماوو شورا د طالبانو له والي عبدالله سرحدي غوښتنه کړې، چې دولتي ادارو کې دې د اهل تشیع له کارپوه ځوانانو کار واخیستل شي او خلکو ته دې بشردوستانه مرستې په عادلانه توګه ووېشل شي. شیعه علماوو دا غوښتنې په بېلابېلو پروګرامونو کې وړاندې کړې؛ خو تر اوسه یې روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.