۸صبح، کابل: د هند او افغانستان ترمنځ د کرېکټ د درېیو ۲۰ اوریزو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه هندۍ لوبډلې وګټله.
دا لوبه نن پنجشنبه د مرغومي پر ۲۱مه د هند په کوربتوب د دغه هېواد په موهالي لوبغالي کې وشوه.
د لوبې پچه(ټاس) هندوستان وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په خپلې پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په زیان ۱۵۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.
هند بیا د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف په اتلسم اور کې پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې افغان ملي لوبډله ماته کړه.
د افغانستان په ګټه محمدنبي عیسیخېل ۴۲، عظمتالله عمرزي ۲۹، ابراهیم ځدراڼ ۲۵ او رحمنالله ګربز ۲۳ منډې جوړې کړې.
ورته مهال د هند لپاره شیوان دوبی ۶۰، جیتش شرما ۳۱، تایلاک ورما ۲۶ او شوبمن ګیل ۲۳ منډې وکړې.
په دې لوبلړۍ کې پیاوړی افغان ورو توپاچوونکی راشدخان په ملا کې د ټپ له امله لوبېدو ته چمتو نه دی ښوول شوی.
د دغې لوبلړۍ دویمه لوبه د جنورۍ پر ۱۴مه او درېیمه هغه یې بیا د همدې میاشتې پر ۱۷مه کېږي.
دا لومړی ځل دی چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په درېیو ۲۰ اوریزو لوبو کې له هند سره مخ کېږي.