په ولسواکه نظامونو کې د حکومت له کړنو نه انتقاد یا نیوکه کول د برخلیک په وړاندې د ولس د سیاسي هوښیارتیا او ويښتابه په توګه ګڼل کېږي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې، بېلابېلو سیاسي او مدني ډلو په خصوصي او عمومي فضا کې په ازادانه ډول د دولت له برنامو او د حکومتي چارواکو له نامناسبو کړنو نه نیوکه یا انتقاد کاوه. د حکومت چارواکو د سیاسي صنف په پرتله د بدبینۍ سره سره، هڅه کوله د خبرو اترو له لارې د مخالفینو نیوکو ته ځواب ورکړي. سره له دې چې د اشرف غني حکومت په وار وار پر منتقدانو د مخامخ په ډزو او د مدني غورځنګونو د غړو په وژل کېدو تورن دی، خو د نیوکې دروازه یې تل د عمومي کانالونو له لارې پرانیستې ساتلې وه. طالبانو بیا په تېرو ۱۹ میاشتو کې، د ټولو سیاسي او مدني ازادیو ټغر یې ټول کړی او د خپل رژیم مخالفین «واجب القتل» بولي. په کابل کې د طالبانو د عالمانو د شورا په ناسته کې د مخالفینو د له منځه وړلو فتوا صادره شوې او همدې فتوا ته په پام، د دغې ډلې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم، د دوهم ځل لپاره د طالبانو د رژیم د منتقدانو د واجب القتل بلل کېدو خبره کړې ده. سربېره پر دې، د پخواني حکومت یو شمېر قاضیانو د هېوادوالو د نیوکې پر وړاندې د طالبانو دغه شان لیدلوری، «د شرم وړ او غیر شرعي» بولي. هېوادوال هم د طالبانو رژیم استبدادي، ظالم، او د ملي او نړۍوال مشروعیت له مخې یې غیر قانوني بولي. د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو د رژیم په راتګ سره ټولې مدني او سیاسي ازادۍ په تدریجي ډول له منځه تللې دي. د نېږدې دوو کلونو په لړ کې هېڅ سیاسي جریان یا ډلې په هېواد کې د ازاد فعالیت حق نه دی لرلی. له بلې خوا، د طالبانو د رژیم اعتراض کوونکي او منتقدان هم تل ځورول شوي، نیول شوي او حتی له منځه وړل شوي دي. طالبانو سره له دې چې واک ته د راتګ د لومړیو ورځو په لړ کې، د «عمومي بخښنې» په نوم یو فرمان صادر او اعلان کړ چې د دغه فرمان پر بنسټ، د دغې ډلې ټول مخالفین او منتقدین له نیول کېدو، زنداني کېدو او سزا ورکولو نه خوندي دي، خو هغوی په خپلې دغې ژمنې عمل ونه کړ. طالبانو د پخوانیو پوځیانو د سلګونو کسانو د نیولو تر څنګ، د خپل رژیم مخالفين او منتقدان په بېلابېلو تورونو له منځه وړي او وژلي دي. سربېره، د دغې ډلې لوړپوړو چارواکو او قوماندانانو د خپلو مخالفینو د وژل کېدو فتوا هم ورکړې ده او د تېر په څېر یې د وژنو لړۍ ته دوام ورکړی دی. په دې لړ کې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او د دغې ډلې مشر ته یو له نېږدې کسانو، ندا محمد ندیم، څو ځلې د دغې ډلې د رژیم منتقدان یې «واجب القتل» بللي دي.
د طالبانو د منتقدینو او مخالفینو د «واجب القتل» بلل کېدلو فتواګانې
طالبان خپل رژیم د « اسلامي غوره» احکامو نه رااخیستل شوی نظام بولي او د هغه پر وړاندې مخالفت «بغاوت» ګڼي. د هغوی په باور، هر څوک چې د دغه نظام پر وړاندې د نیوکې په ډول د انتقاد ګوته پورته کړي، واجب القتل دی. مولوي مجیب الرحمان انصاري چې د روان لمریز کال د وږي په میاشت کې د هرات «ګازرګاه» جومات کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو، څو ځلې یې د طالبانو د مخالفینو د قتل فتوا ورکړې وه. نوموړي د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۲مه نېټه د طالبانو د عالمانو په ناسته کې د لویې جرګې په تالار کې د خبرو په ترڅ کې وویل: «څوک چې زمونږ د اسلامي حکومت پر وړاندې ودرېږي، باید له منځه ولاړ شي او ووژل شي.» انصاري هرات کې د جمعې د لمانځه په یوې خطبه کې د خبرو پر مهال لمونځ کوونکو ته وویل: «دوی [اعتراض کوونکي] چې لارو کوڅو ته راووځي، د [طالبانو] اسلامي حکومت شرعا حق لري چې هغوی وګواښي. ته [اعتراض کوونکی او منتقد] بد کوې چې د اسلامي حکومت پر وړاندې درېدلی یې.»
په کابل کې د طالبانو د عالمانو د شورا درې ورځنۍ غونډه چې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو پای ته ورسېده، پکې د مخالفینو او منتقدینو له منځه وړلو ته اشاره شوې ده. د دغه پرېکړه لیک د شپږمې مادې په یوې برخه کې راغلي دي: «د دغه نظام پر وړاندې وسله وال مخالفت، بغاوت او فساد فی الارض بلل کېږي.» دغه راز د دغه پرېکړه لیک په اتمه ماده کې هغو عالمانو ته چې د ټولنیزو رسنیو له لارې نیوکې کوي، ګواښ شوی دی چې د اعتراض ډوله خبرو له بیان نه ډډه وکړي. د طالبانو دغه فتوا د دغې ډلې د رژیم د مخالفینو له تند غبرګون سره مخ شوه، خو ګټه یې نه درلوده.
د ندا محمد له لوري د طالبانو د مخالفینو «واجب القتل» بلل کېدل
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم، د دغې ډلې له جنجالي څېرو ګڼل کېږي. نوموړی چې د دغې ډلې د غایب مشر د باور وړ چارواکو په ډله کې راځي، تل یې د طالبانو د رژیم مخالفین او منتقدین په مرګ او وژلو ګواښلي دي. ندیم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او د دولتي او خصوصي بنسټونو د تړل کېدو په برخه کې د مخامخ ونډې پر درلودلو سره د دغې ډلې د مخالفینو د قتل فتوا هم صادره کړې ده.
هغه وخت چې ندا محمد ندیم د کابل لپاره د طالبانو د والي په توګه کار کاوه، په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي انځوریز نوار لاس په لاس کېده چې د دغې ډلې د مخالفینو د قتل او له منځه وړلو فتوا یې ورکړې ده. نوموړي په هغه وینا کې ویلي دي چې د طالبانو له نظام سره مخالفت حرام دی او مخالفین «واجب القتل» دي. نوموړی د ملي مقاومت د جبهې فعالیتونو ته هم په اشارې وايي چې له دغې جبهې سره جنګېدل یوه «فریضه» ده.
د طالبانو دغه چارواکی د خپلو تندو څرګندونو پر دوام، شنبه د کب په ۲۰مه نېټه، په کندهار کې د دغې ډلې د مفتیانو او قاضیانو د ښوونیزې دورې د پای په مراسمو کې د خبرو پر مهال، یو ځل بیا یې د طالبانو مخالفین «واجب القتل» بللي دي. هغه انځوریز نوار چې په رسنیو کې له نوموړي خپور شوی دی، نوموړی وايي: «د نظام تخریبوونکي که په ژبه، یا په قلم یا هم په عمل کې تخریب وکړي، هغوی ټول باغي او واجب القتل دي.»
ندیم په دې وینا کې د طالبانو د رژیم د مخالفینو وژل «فرض» ګڼي او ټینګار کوي لکه څنګه چې طالبان له امریکايي ځواکونو سره جنګېدل، د مخالفینو پر وړاندې هم باید وجنګېږي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، د دغې ډلې مخالفینو ته «باغي» وايي او د طالبانو پر وړاندې درېدل «غیرشرعي» بولي.
نوموړی په دې وینا کې په ښکاره او څرګند ډول وايي: «هر څوک چې ستاسو پر وړاندې ودرېږي، د دا ډول کسانو پر وړاندې جګړه فرض ده او د اسلامي نظام په وړاندې د درېدلو پر بنسټ د هغوی وژل، پر ما او تاسو فرض دی. باغي دی او ځانته د مقاومت او خلافت نوم ورکوي، مونږ ته فرض دی چې د افغانستان مظلوم او مسلمان ولس د هغوی له شتون نه خلاص کړو.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د فتوا په اړه د هېوادوالو غبرګون
هېوادوال د مخالفت په څرګندولو سره، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د فتوا صادرول له خلکو او په هېواد کې له شته واقعیتونو سره ښکاره دښمني ګڼي او ټینګار کوي چې هېڅ ډله د استبداد او ظلم له لارې نه شي کولای په افغانستان کې خپل حاکمیت ته دوام ورکړي..
محمد قیس د هېواد یو اوسېدونکی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبان ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري. کله چې یو نظام مشروعیت ونه لري، پر ښاروندانو هم حق نه لري. طالبان د بشر د حقونو سرغړونکي دي. طالبان یوه ترهګره ډله ده چې څه باندې دوه لسیزې یې په هېواد کې وینه توی کړې ده. بې ګناه او مظلوم خلک یې په بېلابېلو پلمو وژلي دي. د طالب حاکمیت، د ترهګرو تحمیلول او دودول دي.»
د قیس په خبره، سلګونه کسان چې په دې موده وژل شوي یا هم لا درکه شوي دي، د طالبانو د همدغو فتواګانو او فرمانونو پایله وه. نوموړی ټینګار کوي: «دغه خبرې [واجب القتل بلل] ګواښوونکې دي. د بې ګناه سرونو د پرې کولو لپاره د طالبانو توره تېزوي. دا خبره زمونږ لپاره له ګواښ ډکه ده. د لمنځه وړلو او چوپتیا فضا، ډېره وژونکې ده.»
شمایل یوه زده کړیاله نجلۍ ده چې د طالبانو له لوري د بندیز لګولو وروسته، په کور ناسته ده. نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو د فتواګانو پر وړاندې جمعي چوپتیا «وژونکې» بولي. د نوموړې په خبره، طالبان د له منځه وړلو او حذف په برخه کې، د اسلامي احکامو له تفسیر نه د خپل برداشت له مخې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د پرېکوونکي تورې په توګه ګټه اخلي. دغه زده کړیاله وايي: «د طالبانو له لوري د شریعت پلي کول نه یوازې ښځې، بلکې نارینه یې هم د مرګ او وهل ټکولو له ګواښ سره مخ کړي دي. که چېرې خلک له دې زیات غلي کښېني، ونه خوځېږي، د طالبانو د افراطیت او له منځه وړلو توره به د ټولو ستوني یو په یو ورپرې کړي. دوی [طالبان] چې زرګونه انسانان یې د ځانمرګو او چاودونو له لارې وژلي دي، اوس یې په بل ډول وژني.»
د ندا محمد ندیم د فتوا د صادرولو په اړه د پخوانیو قاضیانو لیدلوری
د جمهوري نظام د یوه ولایت د عامه حقونو د محکمې رییس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست دغه فتوا «د شریعت خلاف او د شرم وړ» ده. دغه پخوانی قاضي ټینګار کوي چې نظامونه اړ دي د منتقدینو نیوکې واوري او غوره نیوکې د نظام د اصلاح لپاره پلې کړي. د نوموړي په خبره، خلک نباید چې په هره پلمه د صحرايي فتواګانو پر بنسټ ووژل شي. دغه پخوانی قاضي وايي: «قران کریم د قتل د فتوا په اړه په روښانه ډول لارښوونه کوي او وايي چې تاسو انسانان او مسلمانان مه وژنئ، مګر په حق سره، حق څرګند او واضح دی. قصاص دی. رجم دی چې اختلافي بحث هم دی. بل مورد ارتداد دی چې دغه موارد هم ځانته ځانګړي شرایط لري. پرته له یادو مواردو نه، هېڅوک حق نه لري چې یو انسان ووژني.»
دغه قاضي چې د طالبانو له لوري له دندې لرې کړای شوی دی، وړاندې وايي: «که د اسلام د پیغمبر سنت ته هم ځیر شو، کوم کار چې پیغمبر ترسره کاوه، د اصحابو له لوري پرې نیوکې کېدې. کله داسې شوي چې پیغمبر کومه تګلاره غوره کړې، کوم کار چې باید ترسره کړی وای، په هغه کې به یې بدلون راوست. دا د اصحابو او د هغه د ملګرو د نیوکې له امله دی، د بېلګې په ډول، د بدر په جګړه کې، پیغمبر یو ځای ټاکي، خو یو بل څوک هلته راځي او بل ځای ټاکي. حاضرین وايي چې د پیغمبر ټاکنه په ثبوت او معینه ده، خو حضرت پیغمبر وايي زما کار، په ثبوت نه دی، اشتهادي دی. هغه کس چې د جګړې ځانګړی مهارت یې درلود، بل مورچل ټاکي، پیغمبر یې خبره اوري او پرې عمل کوي.»
دغه قاضي همداراز وړاندې وايي: «د خلفای راشدینو نیوکه ډېره روښانه ده. چا چې د هغو د سیرت په اړه ډېره لږ مطالعه هم کړې وي، پوهېږي چې حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر، له هغو کسانو دي چې د اصحابو د مشرانو له لوري تر نیوکې لاندې راغلي دي. حتی پر ممبر یې پر وړاندې روښانه نیوکه شوې ده. هغوی [ابوبکر او عمر] د منتقدینو د نیوکو په وړاندې، منفي حرکت نه دي ترسره کړي چې منتقد یې وژلی وي، ګواښلی وي، ښکنځلی وي یا یې هم د منتقدینو پر وړاندې ډېر وړوکی منفي عکس العمل ښکاره کړی وي؛ بلکې د نقد یا نیوکې پر وړاندې د تسلیمۍ سر ایښی دی، نیوکې ته یې غوږ نیولی، عمل یې ورباندې کړی او یا یې هم د قناعت وړ ځواب ورکړی دی.»
د هېواد د محاکمو د عامه حقونو د محکمې یو رییس هم د طالبانو د منتقدینو د واجب القتل بلل کېدو د فتواګانو په اړه وايي: «طالبان خود غرضه دي، فکر کوي چې خپله د خدای او پیغمبر په څېر دي، د دین په څېر دي او هر کله چې نیوکه پرې وشي، په حقیقت کې د دین نیوکه ده. کله چې تر نقد لاندې راشي، فکر کوي چې دین نقد شوی دی. حتی ځینې وختونه داسې شوي چې د قران په نزول چې خپله دین دی، اعتراض شوی دی. یوې ښځې په لوړ غږ په پیغمبر اعتراض کړی چې قران، د نارینه و قران دی، زمونږ د ښځو حقونه څه دي؟ ټولې خبرې یې نارینه وو ته دي. که سړی پام وکړي، د هغې ښځې نیوکه د دین د بنسټ نیوکه ده. خو خدای د یادې ښځې د زړه د ډاډ لپاره ایت نازلوي، خو طالبان ځان له دین نه لوړ ګڼي.»
دغه پخوانی قاضي وړاندې وايي: «په طالب نیوکه ډېری وخت په ځانګړي ډول په هغو ناروا کړنو چې دوی یې په خپل نظام کې ترسره کوي نه یوازې مکروه نه ده، بلکې فرض عین دی. څوک چې د دوی [طالبانو] پر وړاندې چوپتیا غوره کوي، د خدای پر وړاندې مسوول دي او غاړه یې بنده ده. دوی د محشر په ورځ د هغو کسانو په ډله کې حشر کېږي چې د ظالم، مستبد او په غلطې لارې روان نظام پر وړاندې د حق خبره یې نه ده کړې، په ځانګړي ډول هغه کسان چې معنی لرونکې چوپتیا غوره کوي. طالبان هغه نظام ته رسېدلي دي چې ډېره مادي ګټه یې ترلاسه کړې ده. په تېرو دوو لسیزو کې تاوتریخوالی او وژنې واک ته د رسېدلو لپاره د طالبانو له مهمو ابزارونو وو. دغې ډلې د تېرو شلو کلونو په لړ کې تل د ځانمرګو بریدونو له لارې، زرګونه افغانان وژلي او د لسګونو ځانمرګو بریدونو مسوولیت یې پر غاړه اخیستی دی چې د زرګونو هېوادوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي. طالبان دا مهال هم په ځانګړو ورځو کې خپل د ځانمرګي کنډک نندارې ته وړاندې کوي.
طالبانو واک ته تر بیا ځلې راتګ وروسته، له تاوتریخوالي او ګواښ نه د هېوادوالو د مطیع کولو او د خپلو مخالفینو د حذف په موخه د کلیدي ابزارو په توګه ګټه اخیستې ده. دغه ډله خپلو ټولو کړنو ته دیني مشروعیت ورکوي او د خلکو حذف او فرمانبرداۍ ته دوام ورکوي. د مخالفینو او منتقدینو د قتل د فتوا صادرول یو له دغو موردونو څخه ده چې د سیاسي مخالفینو، مدني اعتراض کوونکو او منتقدو رسنیو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوې ده.